د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان دې هم د ایران غوندې د افغان کډوالو موده وغځوي'


د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان
د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان

د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې له چین سره تاریخی دوستي په اقتصادي دوستۍ اوښتې ده.

د اتوار/یکشنبې ورځ په کوټه کې له خبریالانو سره په یوه غونډه کې خبرو کې د جمعیت مشر مولانا فضل الرحمان تور ولګاوهچې تر ټولو زیاته درغلي په خیبر پښتونخوا صوبه کې کېږي او هلته اوس هم نوکریانې په پیسو خرڅېږي.

مولانا فضل الرحمان وايي چې د نړيوالو ادارو د شمېرو له مخې په څلور واړه صوبو کې ترټولو زیاته درغلي په خیبر پښتونخوا کې روانه ده. هلته حکومت په درغلۍ ککړدی. هغوی چې وړې وړې نوکرۍ په پنځه پنځه لکه روپۍ خرڅوي نو په پاکستان کې د درغلۍ پرضد د خبرو کولو هېڅ حق نه لري.

نوموړي د عمران خان پر ګوند تحریک انصاف نیوکې وکړې او و یې ول چې پر سړکونو د ناستې سیاست له امله یې په پاکستان کې د بهرنۍ پانګونې (سرمایه کارۍ) مخه نیولې ده؟ هغه وویل د اسلام آباد بندول تشې خبرې دي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې دجمعیت علماء اسلام مشر وویل چې د چسن – پاکستان اقتصادي راهدارۍ په ترڅ کې په پېښور کې د ټولو سیاسي ګوندنو په غونډه کې وزیراعظم د ټولو سیاسي ګوندو اندېښنې او تحفظات لیرې کړي ول او ځینې کسانو خو پرې د خوشالۍ ګډاګانې هم کولې نو اوس ولې بیا د اقتصادي راهدارۍ په مخالفت کې راوتلي دي.

مولانا فضل الرحمان وویل چې د پاناما لیکس ستونزه باید د عدالت له لارې هواره شي. هغه زیاته کړه چې په هېواد کې درغلی یو حقیقت دی.د درغلۍ ختمولو لپاره د یو پیاوړي نظام جوړولو ته اړتیاده.

پاکستان او ایران د افغانستان ګاوندي هېوادونه دي، پکار ده چې د ټولو هېوادو ګټي په پام کي ونیول شي.

د افغان کډوالو په اړه د جمعیت مشر وویل چې له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو لپاره یوې ښه تګلارې ته اړتیا لیدل کېږي، پکار نه ده چې هغوی په زوره وشړل شي. هغه وویل، افغان کډوال د پاکستان دولت ته په اربونو روپۍ مالیه ورکوي او له شړولو سره به د ملک پر اقتصاد بد اغېز پرېوځي. نوموړي وویل داو خت د پاکستان په مقابل کې په ایران کې زیات افغانان استوګن دي، هلته ایران حکومت پروسږ کال (۲۰۱۵) په خپل هېواد کې د میشتو افغان کډوالو موده تر۲۰۲۱ م کاله وغځوله نو پاکستان یې ولې نه شي کولی.

نوموړي وویل، د دوی ګوند د افغانستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښه اړیکو خواهش لري. د اتوار/یکشنبې په مازیګر په خضدار کې یوې ولسي غونډې ته مولانا فضل الرحمن وویل،چې د چین – پاکستان پخوانۍ تاریخي دوستي اوس د کاشغر-ګوادر پروژې په بڼه په اقتصادي دوستۍ اوښتې ده.

دغه پروژه به نه یوازې د پاکستان په اقتصادي پرمختیا کې لوی بدلون راولي بلکې د افغانستان او ایران په ګډون به یې و منځنۍ اسیايي هېوادونو ته هم لویه ګټه ورسېږي.

XS
SM
MD
LG