د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه اېجنسۍ کې بند ۸ سرکاري سکولونه فعاله کړای شول


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د کورمې د تعلیم محکمې چارواکي وايي، په سیمه کې بند اته سرکاري سکولونه یې بیرته فعاله کړیدي.

د چارواکو په خبره، دغه سکولونه چې د کوزې کورمې په مختلفو سیمو کې دي، فرقه ئیزه نښتو له کبله یې ودانۍ د تباه کېدو وروسته له نهو کالو څخه بند پراته وو.

ایډیشنل ایجنسي ایجوکیشن افسر ازاد خان مشال راډیو ته وايي، دا سکولونه چې په عارضي توګه یې په خیمو کې پرانستلي دي، د ماشومانو ټاکلي شمېر له برابرېدو وروسته به ورته ودانۍ هم جوړولی شي.

بلخوا محمد سلیم اورکزی چې په سیمه کې د زده کونکو د تنظیم کورم سټوډنټس ارګنایزیشن یو مشر دی، مشال راډيو ته وویل، د تعلیم محکمې پر دغه ګام دوی شکریه ادا کوي خو په سیمه کې لا هم یو شمېر سکولونه د بیلا بیلو وجوهاتو له کبله بند پراته دي، پکار دي چې هغه دې هم فعاله کړل شي.

ایډیشنل ایجنسي ایجوکیشن افسر ازاد خان وايي، په کوم ځای کې چې امنیت ټینګ شوی دی او خلک ورته ورغلي دي، هلته د دوی دا کوشش دی چې تعلیمي هلې ځلې یو ځلې بیا شروع کړي او سکولونه اباد کړي.

نوموړی زیاتوي چې په منځنۍ کورمه کې اته سکولونه داسې دي چې لا هم بند پراته دي خو هغه به دوی هله فعالوي چې هلته پوځي عملیات سرته ورسیږي.

د فاټا د تعلیم محکمې د ریکارډ ترمخه، په کورمه کې د سرکاري سکولونو شميره تر شپږ سوه پورې ده چې پکې تر سلو پورې سکولونه د جنګونو او پوځي عملیاتو په وخت سخت زیانمن شویدي.

په سیمه کې له ۲۰۰۷ کال نه تر ۲۰۰۹ پورې فرقه ئیزه نښتو ترڅنګ دوسلوالو طالبانو پر ضد پوځي عملیات د کال له ۲۰۰۹ راهیسې روان دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG