د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د بدامنۍ پېښو کې مرګ ژوبله رامنځ ته شوې


فایل فوټو
فایل فوټو

د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د ایف سي ځواکونو مامورین وايي تېره شپه د پلټنو د عملیاتو پر مهال دوه وران کاري وژل شوي او څو نور ژوندي نیول شوي دي.

د نوموړې ادارې لخوا په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي دا عملیات وروسته له هغې شوي چې د جمعې په ورځ ناڅرګندو وسلوالو په سبزل سرک د ایف سي په ګزمه کونکیو عسکرو ډزې وکړې او درې سرتیري یې ووژل.

چارواکي وايي تېره شپه د ایف سي ځواکونو یو کور محاصره کړ، چې له دننه نه ډزې پیل شوې او په ځواب کې د ایف سي ځواکونو هم ډزې وکړې چې له امله یې دوه ورانکاري ووژل شول او په زیاته اندازه وسله هم ونیول شوه. د وژلو شویو کسانو په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي چې دوی څوک وو او د کومې ډلې سره یې تړاو درلود؟

د یو بل خبر له مخې تېره ورځ د ایران پولې ته نږدې د سرحدي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې د بلوڅ بیلتون پاله ډلې یو غړی وژل شوی دی. همدارنګه لس نور شکمن کسان ژوندي هم نیول شوي دي. دغلته هم ایف سي ادعا کوي چې یوه اندازه وسلې یې ترلاسه کړې دي.

همدارنګه د کیچ په مند سیمه کې بیا شپنو د څلورو کسانو جسدونه موندلي دي چې پرې د تشدد نښې لیدل شوي.

XS
SM
MD
LG