د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات سرکاري وکيلان امنيت غواړي


د سوات سرکاري وکيلانو نن د احتجاج په وخت په مټو تورې پټۍ تړلې وي
د سوات سرکاري وکيلانو نن د احتجاج په وخت په مټو تورې پټۍ تړلې وي

په بنوکې د يو سرکاري وکيل په وژنه د سوات سرکاري وکيلانو نن په عدالتونو کې د کار نه کولو اعلان کړی دی. دوی له حکومته غوښتنه کړې چې وکيلانو ته دې امنيت برابر کړي.

سوات کې د خيبر پختونخوا سرکاري وکيلانو اتحادي مشر سيد نعيم خان دوه ورځې وړاندې په بنو کې وژل شوي وکيل راست باز خان په مرګ احتاجي مظاهري ته خپله وينا کي وويل چي د خيبرپختونخوا سرکاري وکيلانوته مناسب امنيت نشته نو ځکه يې ملګري وژل کيږي.

((له حکومت څخه د امنيت برابرولو غوښونکی يم او ترهګرو ته دا ويل غواړم چې موږ د داسې پېښو له وجې له کاره لاس نه اخلو. موږ به د انصاف ورکولو لړ کې خپل کار جاري ساتو.))

سوات کې هم وخت ناوخت د امن کمېټې غړي د وسله والو په بريدونو کې وژل کيږي خو دغلته د مدني ټولنو غړو تل د امنيت غوښتنې کړي او دې لړ کې يې احتجاجونه ترسره کړي.

د سوات يو بل مشرسرکاري وکيل نثارعالم خان وويل چي دوی په خيبر پختون کي په جرمونوکي ککړ عام ولس به شمول د ترهګري کيسونه هم عدالت ته وړاندې کوي چې له همدې وجې دوی ګواښل کيږي.

((مونږ سره دا وخت د [پاکستاني طالبانو د مشر] مولا فضل الله او دهغه د ملګرو مقدمې دي. عدالت ته يې وړاندې کووو. سوات کې ترهګرو د عامو خلکو سرونه غوڅ کړي د هغوی مقدمې هم مونږ وړاندې کوو. مطلب دا چې زموږ کار ډير سخت دی خو حکومت بيا هم موږ ته امنيت نه راکوي.))

د سوات سرکاري وکيلانو ګواښ وکړ چې که د وژل شوي وکيل کورنۍ سره مرسته ونه شي نو دوی به د حکومت پر ضد د سختو احتجاجونو سربېره عدالتونو کې کاربندېز هم اعلان کړي.

د خيبر پښتونخوا حکومت په دې اړه لا تر اوسه څه نه دي ويلي خو له سوات څخه د صوبايي اسمبلۍ غړی، فضل حکيم خان وايي چې سرکاري وکيلان د صوبايي حکومت برخه ګڼل کيږي. د نوموړي په خبره هغه به د دوی د امنيت مسله چارواکو سره شريکوي.

((دا زمونږه ذمه واري ده چي دوی ته تحفظ ورکړو.))

XS
SM
MD
LG