د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل او اسلام اباد ترينګلتيا کې د کمي لاملونه


د پاکستاني پوځ پخوانی چارواکی سید نذير وايي ترڅنګ پاکستان پر یو وخت په غربي اومشرقي پولو باندې له ګاونډیو سره په تاو تريخوالي کې ښکېل دی او نشي کولای چې پر دوو محاذونو جګړه وکړي نو ځکه يې کوشش دی چې پر غربي “پوله” يانې ډېورنډ کرښه ارامه کړي چې ورته نسبتا يو اسان کار ښکاري.

د افغانستان او سيمې امنيت په اړه د جمعې په ورځ په هرات کې دوه ورځنی نړيوال کانفرنس پيل شو.

تر دې وړاندې هم په هرات کې د دې لړۍ څلور کانفرنسونه ترسره شوي ول.

په کانفرنس کې د پاکستان او د نورو هېوادونو کارپوهان هم ګډون لري.

دوی به نه يواځې د خپلو هېوادونو دريځ روښانوي بلکې د افغانستان او سیمه ییز امنيت ښه کولو لپاره وړاندېزونه ورکوي.

دا کانفرنس پر داسې مهال جوړېږي چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ لا هم خرابې اړيکې عادي شوي نه دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړه ځکه کمه شوې چې پاکستان لهجه نرمه کړې او په ځواب کې افغان حکومت هم خاموشه شوی دی. نصرالله ستانکزی

په تېرو څو مياشتو کې پر ډيورنډ کرښه د نښتو، د افغان حکومت په هېواد کې دننه د ترهګرو بريدونو تور پر پاکستان لګول او له هند سره تعلقات ښه کول د دې سوب شوي چې په ځواب کې يې اسلام اباد تورخم او چمن پوله و تړله او د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ يې تېزه کړه.

او له دې سره سره د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي جګړه هم شديده شوې وه.

خو اوس له يوې مياشتې راهيسې داسې ښکاري چې د اسلام اباد او کابل تنده لهجه نرمه شوې او د دې ترڅنګ د يو بل پر ضد د ګامونو لړۍ هم ورو شوې ده.

پاکستانی پخوانی پوځي چارواکی سيد نذير د دې لامل پر پاکستان داخلي او خارجي فشار يادوي.

د ده په وينا د امريکا له لورې پر پاکستان فشار وو چې د ځينو شبکو (طالبان او حقاني شبکې) پرضد اقدام وکړي او د ده په وينا اسلام اباد اوس خپلې تګلارې ته کتنه کړې ده او ادعا کوي چې د دغو ډلو مشران يې شړلي دي.

د افغانستان خارجه وزارت د روان کال په ۲۶م په کابل کې پاکستانی سفير ورغوښتی وو.(فايل فوټو)
د افغانستان خارجه وزارت د روان کال په ۲۶م په کابل کې پاکستانی سفير ورغوښتی وو.(فايل فوټو)

سید نذير زياتوي چې د دې ترڅنګ پاکستان پر یو وخت په غربي اومشرقي پولو باندې له ګاونډیو سره په تاو تريخوالي کې ښکېل دی او نشي کولای چې پر دوو محاذونو جګړه وکړي نو ځکه يې کوشش دی چې پر غربي “پوله” يانې ډېورنډ کرښه ارامه کړي چې ورته نسبتا يو اسان کار ښکاري.

ځينې کارپوهان فکر کوي چې ښايې کابل او اسلام اباد تر پړدې شاته د وضعیت په ارامولو سره سلا شوي وي خو د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی ورسره اتفاق نه کوي.

د ده په وينا د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړه ځکه کمه شوې چې پاکستان لهجه نرمه کړې او په ځواب کې افغان حکومت هم خاموشه شوی دی.

د هرات پنځم نړيوال کانفرنس ته ورغلي د پاکستاني پلاوي يوه غړي بريګيډير سعد محمد خان پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې د زيارت په ورځ يې له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د بهرنيو چارو پخواني وزير رنګين دادفر سپنتا سره وليدل او تر يو ساعته يې ورسره د اسلام اباد او کابل پر اړيکو خبرې وکړې.

د امريکا له لورې پر پاکستان فشار وو چې د ځينو شبکو (طالبان او حقاني شبکې) پرضد اقدام وکړي او د ده په وينا اسلام اباد اوس خپلې تګلارې ته کتنه کړې ده او ادعا کوي چې د دغو ډلو مشران يې شړلي دي. سيد نذير

نوموړی زياتوي چې د پلاوي د ليدنو په نتيجه کې لږ پرمختګ ليدل شوی دی خو د ده په وينا بايد ورڅخه ډېره هيله و نه ساتل شي.

هو دې کتنو ته په پام سره د نوموړي په وينا د دواړو هېوادونو ترمنځ ښايي تر پړدې شاته د اړيکو ښه کولو يوه هڅه وشي.

XS
SM
MD
LG