د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم: پاکستانۍ لارۍ افغانستان ته روانې شوې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په تورخم کې د پاکستاني ترانسپورټرانو اتحادیه وايي افغان چارواکو سره یې خبرې کامیابې شوې او افغانستان ته د بار وړونکیو لاریو تګ یو وارې بیا پیل شوی، خو د لاریو چلونکي وايي د لارو بندېدو ورته په دې تېرو څو ورځو کې یو لوی سرخوږی جوړ کړی و.

په تورخم پوله پاکستانیو ټرانسپورټرانو د افغان چارواکو لخوا د «خاک پولي» په نامه ټيکس لګولو پرضد څلور ورځې وړاندې احتجاج پیل کړی و. یو شمېر ټرانسپورټرانو مشال راډيو ته وویل چې افغان چارواکيو له هر پاکستاني ټرک نه پينځه زره افغانۍ ټيکس غوښتلو.

په تور خم پوله کې پاکستاني غاړې ته د ولاړو ټرکونو ډرایورانو او مالکانو تر دې وړاندې مشال راډیو ته ویلي وو چې ترهغې به افغانستان ته مالونه نه وړي چې افغان حکومت د خاک پولې ټیکس ورته معاف کړی نه وي.

د روان کال د جون له اولې نېټې نه پاکستاني چارواکو د تورخم په پوله سختي زیاته کړې وه او تر اوسه یوازې اسناد لرونکیو کسانو ته د پولې له اوړېدو اجازه ورکوي.

یو شمېر پاکستانیو سوداګرو مشال راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د پاکستان لخوا پر پوله د سختیو له راوستلو وروسته د خلکو تګ راتګ کم شوی او پر تجارت یې هم منفي اغېز پرېباسلی دی.

XS
SM
MD
LG