د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي روس په انتخاباتو کې انټرنیتي بریدونه تنظیم کړي


امریکا په لومړي ځل په ډاګه پر روس تور پورې کړی دی چې د امریکا په انتخاباتو کې د لاس وهني لپاره یې انټرنیټي بریدونه تنظیم کړي دي.

دا خبره د امریکا د ملي استخباراتو او کورني امنیت دفتر د جمعې په ورځ ناوخته په یو بیان کې کړې ده.

دوی وايي روس په دې برید کې د امریکا سیاسي سازمانونه او مشهور اوسني او پخوانی چارواکي په نښه کړي دي.

په بيان کې راغلي دوی باور لري چې د روس حکومت په دې برید کې د چارواکو او د ډیموکراټ نشنل کمېټۍ د برېښنالیکونو د غلا کولو لارښوونه کړې وه.

بیان زیاتوي چې د دې مسلې حساسیت ته په کتو دوی باور لري چې یوازې د روس بیخي لوړپوړو چارواکو به د دې عمل اجازه ورکړې وي.

د روس د ولسمشر د دفتر ویاند دیمیتري پیسکوف د امریکا دا تور بې اساسه بللی خو په دې کې یې د روسانو لاس درلودل نه دي رد کړي.

دیمیتري پیسکوف انټر فېکس خبري اژانس ته ویلي هم داسې په ورځ کې په زرګونه ځله د ولسمشر ولادمیر پوټین پر ویب پاڼه هم بریدونه کېږي چې ډېری ښايي له امریکا وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG