د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونو د شام په اړه غونډه کوي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن(جمعه) یوه بیړنۍ غونډه کوي چې پکې به د شام په حلب کې د وینې تویونې مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو پر نوي وړاندیز خبرې کېږي.

په وړاندیز کې راغلي چې په شام کې له القاعدې سره د تړلې یوې ډلې شاوخوا ۹۰۰ غړي دې له حلب ښاره و ایستل شي او په یوه نامشخص ځای کې دې ورته ((پناه)) ورکړل شي.

دا وړاندیز د پنجشنبې ورځ د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفن دي مېستورا کړی چې روسیه یې د امنیت شورا بیړنۍ غونډې وربللو غوښتنې ته اړ کړه.

دي مېستورا خبرداری ورکړ چې په ختیز حلب کې د فتح الشام ډلې تر ولکې لاندې برخې ښايي د روسیې او شام بمباریو په نتیجه کې ((په بشپړه توګه ویجاړې)) شي.

مېستورا وړاندیز وکړ چې د وینې تویونې مخنیوي لپاره تیار دی چې خپله د یادې وسله والې ډلې غړي د هغوی د خوښې پناه ځای ته یوسي. روسیه او شام په ښار کې د ترهګرې ګرځول شوې دې ډلې موجودګي د خپلې سختې بمبارۍ دلیل په توګه وړاندې کوي.

دي مېستورا وايي، د تېرو دوو اوونیو په بمباریو کې ۳۷۶ کسان وژل شوي دي. ده وویل، د هغو ((۹۰۰ کسانو په اړه غږېږي چې له کبله یې پر دوه لاکه ۷۵ زره خلکو حملې کېږي.)) د فتح الشام په نوم د دې ډلې پخوانی نوم نصره جبهه وو.

دي مېستورا دې ډلې ته مخاطب شو او ویې ویل چې ((که په عزت د ښار پرېښودو پرېکړه کوي نو شخصاً تیار دی چې ورسره ولاړ شي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG