د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفنديار ولي خان: پاکستان دې خپله بهرنۍ پاليسي بدله کړي


اسفنديار ولي خان
اسفنديار ولي خان

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي پاکستان د خپلو خرابو پاليسيوو له وجې په نړۍ کې يوازې شوی دی. د هغه په وينا پکار ده چې اسلام اباد د خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيکې وساتي او ځان په سفارتي توګه له يوازي کولو وژغوري.

د عوامي نيشنل ګوند مشر وايي اسلام اباد کې کېدونکي سارک غونډه کې د هندوستان او نورو هيوادونه د ګډون له نه کولو پريکړي ښکاره شوه چې پاکستان په سيمه کې يوازې شوی دی. د هغه په خبره له همدې امله بايد پاکستان خپلو بهرنيو او کورونيو چارو پالېسيو کې بدلون راولي. نوموړي دا خبرې د مشال ريډيو همکار، ګل ایاز سره نن د شنبې يا خالي په يوه ځانګړې مرکه کې وکړي.

اسفنديار ولي خان له افغانستان سره د پاکستان د پيچيلو اړيکو په اړه وويل چې پخوا هم قام پرست ګوندونو مشرانو يو هڅه کړي وه چې افغان ولسمشر يې خبرو اترو لپاره تيار کړي وو. ده وويل چې دوی اوس هم تيار دي چې د دواړو خواوو اړيکو د ښه کولو لپاره منځګړتوب وکړي خو په خبره يې چې بايد واک هم ورته ورکړل شي.

په دې وروستيوو کې د پاکستان د کورنيوو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وويل چې لس کروړه شناختي کارډونه يې څيړلي دي چې پکې پنځوس زره بلاک شوي دي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په دې اړه وويل چې ټول قام پرسته ګوندونو په دې هکله يوه خوله دي چې د پښتنو په اسنادو کې ځکه افغان ليکلی شوی چې پښتانه اصلا افغانان دي. هغه وويل چې په دې اړه يې د پاکستان مرکزي حکومت چارواکو سره رابطې کړي دي.

نوموړي په دې ځانګړې مرکه کې همداراز وويل چې له پاکستانه بايد افغان کډوال په زور ونه ويستل شي. هغه زياته کړه چې د قبايلي سيمو کډوال دې هم د هغوی د خوښي بغير واپس خپلو سيمو ته نه ستنول کيږي.

دا مرکه دلته اوريدلی شئ.

اسفنديار ولي خان: پاکستان دې بهرنۍ پاليسي بدلې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG