د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: په جمرود کې د لشمینیا ستنې ختمې شوي دي


د لشمینیا یو ناروغ
د لشمینیا یو ناروغ

د خیبر ایجنسې جمرود وګړي وایي، په سول روغتون او د صحت په وړو مرکزونو کې یې د لشمینیا او داسې نورو وبایي ناروغیو ستنې او دوایانې ختمې شوي دي.

دوي وایي له لشمینیا ناروغۍ ډير ماشومان متاثره شوي دي او د دوایانو نشتوالي له لاسه کړېږي.

د جمرود یو تن ګوهر اپرېدي مشال ریډیو ته وویل، د لشمینیا ستنو بیه ډېره لوړه ده او عام تن یې په مارکیټ کې د اخیستو وس نه لري نو باید په سرکاري توګه دې د دې بندوبست وکړل شي،او د داغه ناورغۍ مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړل شي.

یو بل تن شاکرالله وویل چې، یو ماشوم ته یې لشمینیا لګیدلې ده او په سرکاري روغتون کې یې د علاج ستنې نشته او دوی یې د اخیستو وس هم نه لري خو له مجبورۍ یې اخلي.

په جمرود سیویل روغتون او د صحت په وړو مرکزونو کې د لشمینیا او داسې نورو مرضونو د دوایانو ختمیدو په د خیبر ایجنسې د صحت محکمې مشر آفیسر سرجن ډاکټر نیاز له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د فاټا سکرټریټ د لشمینیا او ملیریا کنټرول ادارې ته لیک استولی دی او ډېر زر به یې بندوبست وشي.

د خیبر ایجنسې په جمرود کې د لشمینیا او ملیریا کنټرول مرکز چارواکي وایي چې، له دغو ناروغیو متاثره شوي یو شمیر ماشومان هره ورځ دوی ته وړل کیږي او دغه ناورغۍ د ماشو له چیچلو لګي، او که ځایي خلک ترې د ځان بچ کولو لپاره بندوبست وکړي نو تر ډيره حده پورې به راکمه شي.

XS
SM
MD
LG