د لاسرسي ځای

تازه خبر

بانکي مون د شام شخړې هوارولو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د سېشنبې په ورځ د دغه سازمان ۷۱مه عمومي اسامبلي په شام کې د جګړې د ختمولو په غږ سره پرانیستله.

بانکي مون د وینا پر مهال شامي حکومت تورن کړ چې د هېواد په تېر پنځه کلن جنګ کې یې په زیاته اندازه ولسي خلک وژلي دي.

نوموړې زیاته کړه: پیاوړي ملاتړ کونکي، هم د خلکو د وینو بهولو مسول دي، ځکه چې دوی د جنګ ماشین د روان ساتلو لپاره مواد برابر کړي.

په نیویارک کې د ۱۳۵ هېوادونو د مشرانو دغه غونډه به د روانې میاشتې تر ۲۸ مې روانه وي چې پکې پر مهمو نړیوالو شخړو خبرې وشي.

په دغو شخړو کې د سوریې جنګ، په نړۍ کې د داعیش حملې او د غربت له وجې د میلیونونو خلکو هجرتونه شامل دي.

په نیویارک کې د امریکا او روسیې لوړ پوړي سفارتکار به هم د شام د نړیوالو ملاتړو له ډلې سره وګوري.

دا ډله د شام حکومت د اپوزیسون ملاتړ کونکیو هېوادونو څخه جوړه ده.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG