د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګرۍ تر ټولو زیات مومند ځپلي دي


مومندو جومات برید: د کلي شاوخوا ټولو کورنیو غړي وژل شوي یا ژوبل دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:24 0:00

مومندو جومات برید: د کلي شاوخوا ټولو کورنیو غړي وژل شوي یا ژوبل دي

د امبار په پايي خان کلي کې د یو سپین ږیري په شمول ۳۶ ماشومان په دې تور ووژل شول چی مشرانو یې د وسله والو ضد امن لښکرې جوړې کړې وې، خو بیا هم د دغه سیمې ولس وايي، په راتلونکې کې به هم هغوی په خپله سیمه کې د امن خوندي ساتلو لپاره کار کوي.

یو مشر ملک صاب خان وايي، په ګړده قبايلي ایجنسۍ کې تر ټولو زیاته قرباني د امبار ولس ورکړې ده، او هغوی بیا هم د خپلې خاورې د خوندیتوب لپاره تیار دي.

[زموږ پنځه کلي(ښارۍ دره، بټ مېنه، پای خان او نور) ټول د امن لښکر غړي یو، موږه د وسله والو پوره مقابله کړې ده، وژلي مو دي، په شا کړي مو دي، وسلې مو ترې اخیستي دي، زموږه د امن لښکرو ښکاره له ۲۰۰ زیات غړي هم وسله والو وژلي دي، او ځینې داسې دي چې هغه بهر وژل شوي دي، نو ټول شمېر تر ۳۰۰ پورې دی، چې وژل شوي دي.)

ګل پور هم د دغه سیمې یو اوسېدونکی دی او وايي چې هغوی کله هم په خپله سیمه کې وسله والو ته اجازه نه ده ورکړې چې ګنې خپل مرکزونه جوړ کړي. وړاندې وسله وال راغلي ول، نو قامي امن لښکریانو ورته مالي او ځاني زیانونه اړولي ول.

(زموږ امن لښکر د خپلې خاورې لپاره یو، بهر چیرته چا پسې نه ځو، اوس هم دی، بیا به هم یو، او وجه یې دا ده چې د خپلې خاورې بې ستري چا ته نه ورکوو، چې ګنې د بلې خاورې څوک دي راځي او زموږ بې عزتي وکړي.)

د خوایزو امن لښکریانو مشر ملک فیاض خوایزي له حکومته هم ګیله وکړه، چې له هغوی سره مرستې نه کوي، نو هغه څنګه؟

(نن چې څه کېږي، پکار ده چی دا ولس راپاڅي، او له حکومته تپوس وکړي، چې وړاندې دې جنګولمه، شا ته راپسې مرستې ته ولاړ وې، اوس چی امن شو (د امن لښکرو په مرسته) نو له ما دې مراعات، وسله او هر قسم مرستې دې رانه واپس کړي، نو له ما سره خو به خامخا داسې د ظلم پېښې کېږي، لکه چې راسره وشوې. خو بیا هم چې څه وشو، دا وشو، اوس حکومت ته پکار ده، چې کوم ولس د ترهګرو ضد قرباني ورکړې ده، او جنګونه یې کړي دي، نو له هغه ولس سره دې مرستې وکړي، چې په راتلونکې کې د داسې قسمه پېښو مخنیوی وشي.)

څه یو کال وړاندې د خیبر پښتونخوا مخکیني ګونر په امر امن لښکرې ختمې شوې دي او تر هغه امر وروسته د قبایلي سیمو سرکاري انتظامیې د یادو لښکریانو وسلې هم غونډې کړې وې.

یاده دې وي چې پرون دوشنبه په مومندو کې یو وار بیا حکومتي چارواکو پر ولس غږ کړې چی په سیمه کې دې د امن ساتلو لپاره ګامونه پورته کړي او په غونډو، سیاسي جلسو او مېلو یې پابندي لګولې ده.

XS
SM
MD
LG