تمه وه چې له حزب اسلامي سره د سولې موافقه نن دوشنبې لاسلیک شي ځکه د دې موافقې په وړاندې خنډونه پهظاهره لهمنځه تللي دي، خو د سولې عالي شورا د دې موافقې لاسلیکولو کره وخت په اړه څه نه وايي.
د شورا مرستیال د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته ویلي ول چې له حزب اسلامي سره د سولې موافقه به تر دوو ورځو پورې ترسره شي.
د دې شورا منشي او ویاند امینالدین مظفري بېګا ماښام ازادي راډیو ته وویل، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره خبرې په ښه فضا کې پر مخ ځي، خو نوموړي زیاته کړه چې دا موافقه به د ټولو ډلو د نظریاتو له اخیستو وروسته لاسلیک شي.
هغه زیاته کړه:
"د دولت او حزب اسلامي د پلاوي تر منځ خبرې په دوستانه فضا کې روانې دي او مثبته نتیجه به ولري، په راتلونکو څو ورځو کې به وروسته له دې چې د ټولو اړخونو نظریات په دې اړه واخیستل شي، د دواړو اړخونو تر منځ توافق ان شاءالله کېدونکی دی او کېږي."
په تېرو څو ورځو کې چې له حزب اسلامي سره د سولې موافقې خبره بیا توده شوه، نو حزب اسلامي ته نېږدې سرچینو ویل چې په حکومت کې دننه ځینې کړۍ له دې مخالفې وسلهوالې ډلې سره د سولې مخالفت کوي.
څه موده مخکې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر کریم امین ویلي و چې د سولې د موافقې سند په اړه وروستۍ موافقه شوې مګر لاسلیک یې د حکومت د یوه اړخ د مخالفت له کبله ځنډېدلی.
خو د سولې شورا منشي او ویاند ښاغلی مظفري وايي، اجراییه ریاست له حزب سره د سولې د موافقې مخالفت نهدی کړی.
ښاغلی مظفري زیاتوي:
"دا د هر اړخ او د افغانستان د هر مشر او رهبر حق دی چې په دې اړه نظر ورکړي او موافقه یې واخیستل شي، زه فکر کوم چې د مخالفت موضوع قطعاً مطرح نهده، خو دا ښه کار دی چې ټول اړخونه خپله نظریه ورکړي او له هغو سره په دې اړه مشوره وشي چې خبره لږه کلکه راشي او په راتلونکي کې کوم مشکل ونهلري."
د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل هم پرون یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې له حزب سره د سولې موافقه نهايي شوې، خو د لاسلیکېدو وخت یې ونهښود.
ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په ورځ وویل چې له حزب اسلامي سره د سولې په برخه کې هېڅ رازخنډ نهمني او خبرداری یې ورکړ چې که څوک په دې چاره کې د خنډ اچولو هڅه وکړي، نو دی به دا مسله د افغانستان له خلکو سره شریکه کړي.