د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان د مشرانو پلاوی چین ته ولاړ


فایل فوټو
فایل فوټو

د شمالي وزیرستان د مشرانو اوه کسیزه پلاوی د یکشنبې په ورځ چین ته ولاړ. دوی د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي لارې په موضوع د فاټا په استازیتوب په چین کې په یوه غونډه کې ګډون کوي. دا مشران به اوه ورځې هلته په چین کې تېروي.

له روانېدو وړاندې یو ځايي مشر ملک غلام خان وزیر په اسلام اباد کې مشال راډیو ته وویل:

« موږ چین ته روان یو. چین د پاکستان سره ډېره ښه دوستي لري. چین تل د پاکستان سره په هره څانګه کې مرسته کړې ده. زموږ پلاوی به هلته د چینايي چارواکو سره د اقتصادي لارې په باره کې خپلې اندېښنې شریکې کړي. »

د شمالي وزیرستان یو بل مشر ملک نثار علي خان داوړ وايي په قبایلي سیمو یا فاټا کې معدنیات ډېر زیات دي. دوی به د چین د حکومت نه غوښتنه کوي چې قبایلي سیمې دې هم د چین ـ پاکستان اقتصادي د هلېز برخه وګرځوي.

قبایلي مشران وايي دوی هیلمن دي چې د چینايي چارواکو سره به یې خبرې ګټورې وي.

XS
SM
MD
LG