د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند اېجنسۍ: پر جومات په بريد کې د وژل شوو شمېر ۳۶ شو


تر ځانوژونکی برید وروسته په پنډیالۍ او امبار تحصیلونو کې تلاشۍ روانې دي او په دغو سیمو کې تر نامعلومې مودې ګرځبنديز (کرفيو) لګول شوی دی.

په قبايلي سيمه مومند اېجنسۍ کې د شوي بريد د وژل شويو شمېر ۳۶ ته رسېدلی او ۲۹ کسان ټپيان دي. د ځايي پولیټکل انتظامیې چارواکیو په وینا چې دغه ځانوژونکی برید د جمعې لمانځه پر مهال د امبار تحصيل پایې خان کلي په جمعه ګل جومات کې وشو.

تر ځانوژونکی برید وروسته په پنډیالۍ او امبار تحصیلونو کې تلاشۍ روانې دي او په دغو سیمو کې تر نامعلوم وخت پورې ګرځبنديز (کرفيو) لګول شوی دی.

د پنډیالۍ له ترغاښې پوستې څخه تر سرلړي امبار پورې لارې تړل شوي چې له وجې یې د یادو سیمو ولس ځای په ځای ولاړ وو او ځینې خلکچې د وژل شویو کسانو جنازو ته روان وو، هم په لارو کې ایسار شوي وو.

بلخوا تر پروني بريد وروسته په سیمه کې امنيتي ګامونه پورته کړل شوي دي. په دې لړ کې د وسله والو په ضد د لټون عمليات روان دي.

امبار د مومندو اېجنسۍ د کیمور غره په بېخ کې اباده سیمه ده چی پرسوهېلي اړخ یې د باجوړ ایجنسۍ لوی سم علاقه, شا ته یې د ملاکنډ ډویژن سیمې او پر لمر پرېواته یې د ساپو تحصیل اباد دی.

د امبار سیمې ولس د وسله والو طالبانو ضد حکومت - پلوه امن لښکرې هم لري چې د سیمې د امنیت لپاره کار کوي.

په امبار کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت چاودنې شوي دي چی پکې د سیمې ملکان او د امن لښکرو مشران په نښه شوي دي.

په جومات کې د ځانوژونکي بريد مسوليت تحريک طالبان پاکستان جماعت الحرار ډلې منلی دی.

XS
SM
MD
LG