د لاسرسي ځای

تازه خبر

شټاینمایر : په اوکراین کې اوربند برقراره دی


د جرمني بهرنیو چارو وزیر فرانک – والټر شټاینمایر اوکراین ته تللی دی.
د جرمني بهرنیو چارو وزیر فرانک – والټر شټاینمایر اوکراین ته تللی دی.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر فرانک – والټر شټاینمایر وايي، داسې ښکاري چې په ختیځ اوکراین کې تازه پلی شوی اوربند برقراره دی.

نوموړي تېره ورځ په ختیځ اوکراین کې د حکومت تر واک لاندې د یوه ښار سفر پر وخت وویل، ((لا وختي دی خو ورته د [اروپا امنیت او همکارۍ سازمان] څارونکو ویلي دي چې له نیمې شپې راهیسې عملي شوی اوربند تر ډېره بریده برقراره دی.))

ده وویل، ((دا ښيي چې که سیاسي اراده وي نو دواړه خواوې حالات کنټرولولای شي.))

د اوکراین دفاع وزارت وویل، بېلتونپالو له نیمې شپې راهیسې شپږ ځلې د اوربند خلاف ورزي کړې.

هلته د بېلتونپالو چارواکو له خولې ویل شوي چې پر ځواکونو یې د توغندي برید شوی دی.

د چارشنبې یا شورو پر ورځ د هېواد په دنېڅک او لوهانسک سیمو کې روسي پلویو بېلتونپالو یو اړخیز اوربند اعلان کړ او شټاینمایر بله ورځ کییف ته ورغی او ویې ویل چې اوکرایني چارواکي د اوربند پر عملي کولو سلا شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG