د لاسرسي ځای

تازه خبر

شفیق مريد: هنرمندان د ټولنې اصلاح کې لوی کردار لوبولی شي


شفیق مريد
شفیق مريد

مشهور افغان سندرغاړی، شفیق مريد د مشال ريډيو همکار بشيرګواښ سره په دې مرکه کې د خپل شخصي ژوند په اړه ډيرې نا اوريدلې خبرې کړي دي. هغه د خپل هنر او راتلونکو سندرو په اړه هم ډير څه ويلي.

د پښتو ژبې مشهور سندرغاړی، شفیق مريد په کم وخت کې ډېر مينه وال پيدا کړي دي. هغه وايي په لومړي سر کې يې د شعرونو انتخاب او موسیقي ښه نه وه خو وروسته يې د ښو شاعرانو او اديبانو سره ناسته شوه چې له وجې يې د هغه هنر ډير پرمختګ وکړ.

شفیق مريد وايي چې د وطن او يووالي لپاره سندرې يې نه يوازې خوښيږي بلکې د وخت ضرورت هم دی. هغه د سندرو ويلو تر څنګ ځينو سندرغاړو ته کمپوزونه هم جوړ کړي دي. نوموړی وايي چې هنرمند کولی شي د ټولنې د اصلاح لپاره ډير کار وکړي.

مريد د افغانستان د لغمان ولايت دی خو ډير ژوند يې کابل کې کړی دی. ژورناليزم پوهنځی یې ويل غوښت خو بشپړ يې نه شو کړلی. د کورنۍ يې خوښه نه وه خو مريد بيا هم سندرو ته مخه کړه. دی وايي د کورنۍ نور غړي يې اوس د هغه هنري کار سره ستونزه نه لري خو مور يې ورته وايي چې يوازې وطني او د ښه پيغام لرونکې سندرې وايه.

ښاغلي شفیق مريد د مشهورو پښتنو سندرغاړو ښاپېرۍ نغمې او منګل د لور سره واده کړی دی او يوه لور لري.

ښاغلی مريد نن سبا ډير وخت کابل او لږ وخت امريکا کې تېروي. هغه وايي نيزدي وخت کې به يې يوه ويډيويي او ګڼې آډيو (غږيزې) سندرې خپرې شي.

دا مرکه دلته اوريدلی شئ.

اختر د شفیق مريد سره
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG