د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له حزب اسلامي به بندیزونه لیرې شي'


د افغانستان سولې عالي شورا وايي نړیواله ټولنه له حزب اسلامي سره د سولې موافقې له لاسلیک سره سم په دغه ګوند د بندیزونو ختمېدو لړۍ پیلوي.

د افغانستان سولې عالي شورا وايي، د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ژمنه کړې چې د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې موافقې له لاسلیک سره سم په دغه حزب د بندیزونو ختمېدو پروسه پیلوي.

د سولې عالي شورا مسولینو د چارشنبې ورځ ازادي راډيو ته وویل، د موافقې لاسلیک یوازې د ځينو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلی دی.

د یادې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وویل، د حزب اسلامي یوه مهمه غوښتنه د بندیزونو ختمېدل وو چې افغان حکومت‎ یې پوره کېدو ته هڅې کړي دي.

ښاغلي اوچقون وویل:

"هغه څه چې حزب اسلامي غوښتي وو، نړیوالې ټولنې، په سر کې یې امریکا، د امنیت شورا او اروپایي ټولنې ژمنه کړې ده چې د توافقنامې له لاسلیک سره سم په حزب اسلامي د بندیزونو ختمېدو لړۍ پیلوي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د ګلبدین حکمتیار نوم د القاعده له مشر اسامه بن لادن سره د اړیکو له امله په تور لیسټ کې شامل کړ.

له دغه نوملړه د نوموړي نوم ایستل او په حزب اسلامي د بندیزونو لیرې کول له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې د حزب اسلامي اساسي شرطونه ول.

له دې سره د سولې عالي شورا، په پرېکړه‎لیک کې ځيني ادبیاتي ستونزې د نصبي اجماع جوړول، او د اختر رخصتۍ هغه څه بولي چې په وینا یې د دې موافقتنامې لاسلیک‎ یې ځنډولی دی.

خو د شورا چارواکي د دې ستونزو حل ته خوشبین دي او وايي چې د تخنیکي ستونزو له حل سره د سولې موافقه ژر لاسلیکېدونکې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نېږدې پنځه میاشتو راهیسې د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د روغې جوړې خبرې روانې دي.

د چارو ځيني کارپوهان چې د روغې جوړې دا پروسه له نېږدې څاري د سولې لپاره د افغان حکومت او حزب اسلامي هڅو تر څنګ د نړیوالې ټولنې ژمنتیا هم مهمه بولي او وايي چې دغه هڅې به د دې لامل شي څو نورې ډلې هم د سولې پروسې سره یوځای شي.

له دې ډلې محمد داود مایار وايي:

"د نړیوالو معیارونو مطابق هر کله چې د حکومت او کومې مخالفې ډلې تر منځ توافق کېږي او حکومت هم وړاندیز کوي نو ملګري ملتونه چې امنیت شورا د هغې برخه ده مکلفه ده چې په هغې غور وکړي، ورته کار وکړي او تایید یې کړي، دې کار ته ژمنتیا اړینه ده."

له دې وړاندې د سولې عالي شورا ویلي دواړو لورو په اکثره نورو وړاندیزونو هم موافقه کړې او د محتوا له اړخه د سولې په موافقې کې هېڅ ستونزه پاتې نه ‎ده.

خو له دې ټولو سره خلک په داسې وخت کې لا هم د دې پروسې وروستیو نتیجو ته منتظر دي چې څو ځله د پرېکړه‎لیک په وروستيکېدو له ټينګار سره سره د روغې جوړې دا پروسه بې لاسلیکه پاتې ده.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG