د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د اوربند کېدو راهیسې جګړه کمه شوې

د شام لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ستېفن دي مېستورا په هغه هېواد کې د جګړې کمېدو خبر ورکړی.

نوموړي وویل، د دوشنبې یا ګل پر شپې د اوربند عملي کولو له اعلان راهیسې حالات د ښه کېدو لوري ته روان دي. نوموړي د سېشنبې په ورځ په جینیوا کې خبري غونډې ته وویل، ((د حلب په ګډون د شام په لویو ښارونو کې سرچینې وايي، په وضعیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.))

ده وویل، تېره ورځ هوايي بریدونه نه دي شوي او په دمشق کې هم کراري وه خو دمشق ته په نېږدې سیمو کې د وسله والو نښتو رپورټونه وررسېدلي دي.

په شام کې تازه اوربند د امریکا او روسیې د موافقې په نتیجه کې عملي شوی دی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG