د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: چادونې یو پولیس وژلی، نهه تنه ژوبل


د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یوه بمي چاودنه کې یو پولیس سرتېری وژل شوی او نهه تنه نور ټپیان شوي دي چې شپږ پکې پولیس سرتېري دي. په ټپیانو کې د درو کسانو وضع سمه نه ده ښودل شوې.

په کوټه کې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین وايي، دغه پېښه نن مازیګر د کوټي په یوه شورش زده سیمه سریاب کې و سریاب میل ته نژدې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې د لوي اختر پرمهال د امنیت خوندي ساتلو لپاره ولاړ پولیس سرتېرو خپله ډیوټي ختم کړه او پر لویه لاره یې نویو پولیس سرتېرو ته خپله وظیفه سپارله.

د سریاب پولیسو مشر عبدالله اپرېدي په وینا چې د نژدې شپږ کلوګرامه باروتو یو پټ کړل شوی بم په ریمورټ کنټرول الوځول شوی ته پټ کړل شوی وو.

دپولیسو مشر زیاته کړه چې په پېښه کې یو پولس وژل شوی او د شپږو پولیسو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي ـ ټپیان د کوټې لوی روغتون ته رسول شوي چې ډاکټرانو پکې د درو تنو حالت سم نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG