د شام پوځ ویلي چې د اوربند کلکه څارنه کوي. خو د روسیې حکومت اندېښنه څرګنده کړې چې ځينې ياغي وسله والې ډلې د اوربند د موافقې درناوی نه کوي.
د امريکا او روس تر منځ د خبرو په نتيجه کې رامنځ ته شوی اوربند د واشنګټن او ماسکو لخوا په روان کال کې دوهمه هڅه ده ترڅو په شام کې پنځه کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسوي.
که چيري دا اوربند يوه اونۍ پر ځای پاته شي نو امريکا او روس به د فتح الشام جبهې، له القاعدې سره تړاو لرونکې النصره ډلې او د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد په همږغۍ سره هوايي بريدونه وکړي.