د لاسرسي ځای

تازه خبر

مینه پال: پاکستان د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه اچوي


دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

د افغانستان د ولسمشر ویاند وايي، پاکستان تل له افغانستان سره د ټرانزټ تجارت د معاهدو خلاف ورزي کړې ده.

نن له مشال ريډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې دواخان مینه پال وویل چې پاکستان تر ټولو لویه ستونزه دا جوړه کړیده چې افغان سوداګرو ته له هند سره د تجارت لپاره د واهګه دروازې د کارولو موقع نه ورکوي.

« د افغان حکومت غوښتنه او توقع داده چې پاکستان دې د افغان سوداګرو پر وړاندې خنډونه اچول پرېږدي، کنه نو موږ به هم په ورته عمل لاس پورې کړو او منځني اسیا ته د پاکستاني سوداګرو د تجارت مخه به ونیسو. »

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا ځینو رسنیو ته ویلي دي چې پاکستان د واهګه پولې په لاره افغان سامانونه هند ته په وړولو هیڅ بندېز ندی لګولی خو د افغانستان او پاکستان ترمینځ د دواړه خیزه معاهدې لاندې د هند سامانونه د پاکستان له لارې افغانستان ته نشې وړل کیدای.

XS
SM
MD
LG