د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې افغان ښوونځي نه دي تړل شوي


پېښور کې د افغاني لېسو مدیران
پېښور کې د افغاني لېسو مدیران

په پاکستان کې د افغاني ښوونځيو مديران وايي چې ترڅو يې په پاکستان کې شاګردان موجود وي تر هغې به يې لېسې پرانیستې وي.

په پاکستان کې د افغاني ښوونځيو د مديرانو د شورا رئيس نور حبيب حبيب مشال رېډيو ته وويل چې په پيښور کې د مديرانو د شورا يوه غونډه وشوه چې پکې يې پدې خبره اتفاق وکړو چې تر څو يې په پاکستان کې شاګردان موجود وي نو تر هغې به يې تعليمي ادارې خلاصې وي او په دې وجه د شورا لخوا د نوي ښوونيز کال د شورو زنګ ووهل شو.

نوموړي د هغو اوازو په اړه چې په دې ورستيو کې خپرې شوئ وې چې په پاکستان کې افغاني ښوونځي بند کړل شوي، زیاته کړه چې دغه اوازې ناسمې دي او دوی شاګردانو ته خبرداری ورکوي چې په داسې خبرونو دې يقين نه کوي او چې څوک هم پاکستان کې د څومره مودې لپاره ميشت دي خپل درسونه دې جاري وساتي.

د نورحبيب حبيب وينا وه چې د خيبرپښتونخوا حکومت د وينا باوجود د پيښور پشمول په ځنو نورو سيمو کې يې شاګردان او ښوونکي د پوليسو لخوا ځورول کيږي نو پښتونخوا حکومت له پکار دي چې د افغان کډوالو د ځورولو مخه دې ونیسي.

د خيبرپښتونخوا وزيراعلی پرويز خټک په دې وروستیو کې مشال ريډيو ته ويلي وو پولیسو ته یې امر کړی چې هېڅ یو کډوال دې بې ځایه نه تنګوي ځکه چې په هېواد کې میشت کډوال یې مېلمانه دي. د دې ترڅنګ پرويز خټک د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره يوه کميټي هم اعلان کړې ده او ويلي يې دي چې تر ۱۵ نومبر پورې به د نا رجسټره افغان کډوالو خلاف څه ډوله قانوني کاروايي نه کيږي.

نورحبيب حبيب زياته کړه چې تيره مياشت د مديرانو يو پلاوي په کابل کې د افغانستان اولس مشر اشرف غني او اجرايه رئيس عبد الله عبد الله سره ليدنې پرمهال د مديرانو او ښوونکو لپاره يې د معنوي حقوقو سره سره د يو ښارګوټي هم غوښتنه وکړه دې ترڅنګه هغه افغاني ښوونځي چې په پاکستان کې خپل فعاليت کوې او د انتقال په صورت کې دې دوباره راجستر نشي يواځې د تبديلۍ مکتوب دې کافي وګڼل شي.

د نوموړي په وينا چې په پاکستان کې د دوه سوه اتياو (۲۸۰) پورې افغاني سکولونه او لېسې دي چې پکې په زرګونو زده کونکو ته درس ورکړې کيږي.

د مديرانو د شورا پخواني رئيس احمد زبير سيال مشال رېډيو ته وويل چې د افغانستان هغه زده کونکي چې په پاکستاني مکتبونو کې يې زدکړې ترسره کړي دي د پاکستان خارجه دفتر يې اسنادونه نه تصديق کوي او ترې د پاسپورت او يا د مهاجرت کارت غوښتنه کوي.

د نوموړي په وينا چې ياد وزارت دې د شاګردانو په حالت رحم وکړي او زر تر زره دې د شاګردانو اسنادونه تصديق کړي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان وفاقي کابينې د جمعې په ورځ د افغان کډوالو موده د ۲۰۱۷م کال تر مارچ میاشتې پورې د غځولو منظوري ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG