د لاسرسي ځای

تازه خبر

بغلان کې توغندي برید اته کسان وژلي


افغان چارواکي وايي، تېر مازیګر په بغلان کې د توغندي په برید کې اته کسان وژل شوي دي.

ولایتي چارواکو بېګا وویل، برید د مرکزي بغلان پر نوي ښار شوی دی چې پکې ۱۴ کسان ژوبل هم دي.

د روغتون مشر ډاکتر خلیل الله نرمګوی بېګا مشال راډیو ته وویل، په وژل شویو کې دوه ماشومان او یوه ښځه ده. ده زیاته کړه چې په ژوبلو کې د ځېنو روغتیايي حالت خراب دی. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG