د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: دوو ځانمرګیو حملو ۲۴ تنه وژلي ۹۳ ژوبل


د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار په دویمه امنیتي حوزه کې د دوشنبې ورځې ځانمرګیو بریدونو ۲۴ تنه وژل شوي او ۹۳ تنه نور ټپيان شوي.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویلي وو چې په دغه انتحاري حملو کې له لسو زیات کسان وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه امنیتي سرچینه چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې د چټک غبرګون قطعې یو قوماندان هم شامل دی.

همداراز ناتایید شوي راپورونه وايي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د دوهمي امنیتي حوزې د امر او اداري معاوین په ګډون شپږ تنه د پولیسو منسوبین هم وژل شوي.

دا انتحاري حملې نن دوشنبې تر غرمې وروسته شوې دي.

د کابل ښار د نننیو انتحاري حملو مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

دا په روان لمریز کال کې ددفاع وزارت دروازې ته نږدې دوهمه انتحاري حمله ده، د کب میاشتې په یاده انتحاري حمله کې د امنیتي چارواکو له قوله ۱۲ تنه وژل شوي و.

د سږکال په چنګاښ میاشت کې د کابل ښار په لوېدیځه څنډه کې د ملي پولیسو د نویو فارغه شویو افسرانو پر موټرو په انتحاري حمله کې ۳۲ تنه ووژل شول.

د همدې کال په غبرګولې میاشت کې په کابل ښار کې د نیپالیانو پر کاسټر موټر انتحاري حمله کې ۱۴ تنه ووژل شول.

همدارنګه د روان کال په غوايي میاشت کې د پُل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته پر مرکز موټربم او ډله ییزه انتحاري حمله کې ۶۴ تنه ووژل شول.

د همدې کال په زمري میاشت کې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د روښنايي غورځنګ پر مظاهرې انتحاري حملو کې دعامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې ۶۶ تنه ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.

او په دې وروستیو کې په کابل پر افغان امریکايي پوهنتون وسله واله ډله ییز برید کې ۱۲ تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG