د لاسرسي ځای

تازه خبر

مطيع الله ويسا د سواد اتل نومول شوی


په امريکا کې د سواد نړيوالې ادارې افغان فعال مطيع الله ويسا د سواد په برخه کې د ۲۰۱۶م کال د اتلانو په لیسټ کې اعلان کړ.

په امريکا کې د سواد نړيوالې ادارې افغان فعال مطيع الله ويسا د سواد په برخه کې د ۲۰۱۶م کال د اتلانو په لیسټ کې اعلان کړ.

دا اداره هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ۳۰ کسان اعلانوي چې عمرونه يې تر ۳۰ کاله ټيټ وي او د تعليم او پوهې راوستو په برخه کې يې د پام وړ کارونه تر سره کړي وي.

ويسا نن (شنبه) له مشال راډیو سره په خبرو کې دا بريا د ټول افغان ملت بريا وګڼل او زياته يې کړه چې نوموړی نور هم تشويق شوی تر څو د افغانستان په بېلا بېلو کليو او بانډو کې د سواد په برخه کې کار وکړي.

مطيع الله ويسا له تيرواتو کلونو راهيسې په افغانستان کې د تعلیم د پرمختګ لپاره کار کوي او د ((قلم لار)) په نوم د يوې غېر حکومتي ادارې بنسټګر او مسول دی.

قلم لار ټولنه د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې د بندو ښوونځيو پر بیرته پرانيستلو سربېره عامه کتابتونونه جوړوي، له ماشومانو سره کتاب او قرطاسيې مرستې کوي او په لیرو پرتو سیمو کي نجونو او يتيمانو ته د زده کړو زمینه برابروي.

مطیع الله ويسا په ۱۹۹۲م کال کې دکندهار ولایت د معروف ولسوالۍ په میروخیلو کلي کې ږیږیدلی دی. تر ۱۲م ټولګي يې زدکړي د کابل په رحمان بابا لېسه کې تر سره کړي او د هند له پونې پوهنتون څخه يې په سیاسي علومو کې ليسانس تر لاسه کړی.

XS
SM
MD
LG