د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف ومړ

د ازبکستان دولتي تلویزون تېر ماسخوتن (جمعه) د دې هېواد د اوږدې مودې د ولسمشر اسلام کریموف د مړینې اعلان وکړ .

کریموف څو ورځې مخکې مغزې سکته کړې وه. د ازبکستان د دولتي تلویزون له خوا د دې هېواد د کابینې او پارلمان هغه اعلامیه خپره شوه چې په کې کریموف ”ستر تاریخي شخصیت “ بلل شوی.

” هم هغسې چې زموږ د ګران ولسمشر ارزو وه، نوموړی به له اسلامي اصولو سره سم د سیپټمبر په دریمه نیټه د هغه په اصلي ښار ثمرقند کې چیرې یې چې مور و پلار ښخ دي خاورو ته وسپارل شي.“

د ازبکستان لومړی وزير شوکت میرزیایف د ښاغلي کریموف د ښخولو مراسمو د تنظیمولو کمیسون مشر ټاکل شوی دی.

افغان ولسمشر اشرف غني د ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف په مړینه خپګان ښودلی.

اشوشیتید پریس خبري اژانس د افغان چارواکو له خولې ویلي چې اشرف غني به نن د شنبې په ورځ د اسلام کریموف د تدفین په مراسمو کې ګډون وکړي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG