د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن - سپين بولدک لاره نن په ديارلسمه ورځ هم بنده ده


د چمن او سپين بولدک تر منځ پر دروازه هره ورځ په زرګونو خلک او مالونه تيريږي.
د چمن او سپين بولدک تر منځ پر دروازه هره ورځ په زرګونو خلک او مالونه تيريږي.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د چمن پولې د بنديدو نن ديارلسمه ورخ ده چې له وجې يې د دواړو خواوو خلکو ته ګڼې ستونزې ورپېښې شوي دي. د چمن او سپین بولدک ترمنځ د دې لارې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته په سلګونه لارۍ، کنټېنرې او نور موټرونه ولاړ دي.

ځايي تاجران او موټروانان وايي د لارې تړل کېدو له امله د دوی مالونه په موټرانو کې وراسته شوي او د لکونو روپيو تاوان ورته رسېدلی دی. په چمن کې يو موټروان عبدالقادر نن مشال راډيو ته وويل:

((زما په ټرک کې پټاټې (الوګان) بار دي. هم سوداګرو ته نقصان دي او هم موږ ته. دا دولسم يا ديارلسمه ورځ ده چې موږ دلته ولاړ يو. نه پوهيږو لار کله خلاصيږي؟))

د چمن – بولدک لار تر هغې وروسته تړل شوې چې د اګست په اتلسم تاريخ افغان مظاهره کوونکو پر دوستۍ دروازې کاڼې وورول او د پاکستانیو چارواکو په وینا، د پاکستان بیرغ يا جنډې ته یې اور واچاوه. تر دې وروسته پاکستان احتجاجاً ور وتاړه.

زموږ تجارتي مالونه د خرابيدو په حال کې دي
يو سوداګر

څو ورځې وړاندې په کندهار کې افغان چارواکو وويل چې دوی چمن کې د پاکستاني پوځ افسرانو سره خبرې کړي دي خو هغوی ورته داسې شرطونه ايښي چې د منلو وړ نه دي.

کندهار کې د افغانستان د بهرنيوو چارو د وزارت نماينده شاه محمد خبريالانو ته ويلي وو پاکستان تري غوښتي چې افغانان بايد نور د پاکستان خلاف کومه کړنه ونه کړي او هر سهار بايد پر دغه دروازه پوځي پريډ وشي.

يو سوداګر حاجي نعمت الله نن مشال ريډيو ته وويل چې اختر راتلونکی دی خو بيا يې هم لار ورته نه ده خلاصه کړي. هغه زياته کړه چې مالونه يې د خرابېدو په حال کې دي.

يو بل ډرايور چې له پاکستانه يې افغانستان ته ستنېدونکې يوه افغانه کورنۍ بېوله، وويل چې په کډه کې موجودو کسانو سره پيسې ختمې دي او نور په ولاړ موټې کې شپې نه شي کولی.

ياده دي وي چې د چمن او سپین بولدک پر لار هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ زره پورې خلک تګ راتګ کوي. اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېلوال تېره هفته ازاداۍ راډيو سره مرکه کې ويلي وو چې د دې لارې بنديدل د عامو خلکو لپاره ستونزې جوړې کړي او پکار ده چې زر تر زره پرانيستل شي.

د چمن - سپين بولدک بندېدو په اړه راپور
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG