دا پېښه په داسې وخت رامنځ ته شوی ده چې د جمعې په ورځ په بلوچستان صوبه کې د بلوڅ مشرنواب محمد اکبرخان بګټي ۱۱م تلین لمانځل کیږي.
له کوټې ۷۰۰کلومیټره لرې لویدیځ طرف ته د ګوادر په تحصیل سنط سر کې د پنجشنبې په شپه هغه مهال ناڅرګنده وسله والو د ګوادر د تحصیلدار نعیم ګچکي پر موټر ناڅاپه ټګان وکړ کله چې هغه له خپلو ستانکو سره د ایران په سمندر پورې له جیوني سیمې نه واپس د ګوادر په لور روان وو ـ
د مکران ډویژن کمشنر بشیر بنګلزي مشال راډيو ته وویل چې کله نعیم ګچکي په خپل موټر کې له هغه ځایه تېریدو نو ناڅاپه ورباندې وسله والو برید وکړ.
د ګوادر کمشنر وايي تراوسه یوې ډلې هم د دغه پیښې ذمه واري نه ده منلې او نه هم له پېښې سره په تړاؤڅوک نیول شوي دي ، خو په سیمه کې د د لټون عملیات روان دي.
د اګست په ۲۶مه په ټوله صوبه کې د بلوڅ مشر نواب محمد اکبرخان بګټي ۱۱م تلین لمانځلو په تړاؤد کوټې په ګډون د صوبې په زیاترو برخو کې کاربندېز اعلان شوی دی.د کاربندېز پرمهال په کوټه کې د ګاډو تګ راتګ کم دې.
بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي په کال ۲۰۰۶ کې په ډېره بګټي کې هغه مهال ووژل شو کله چې د هغه وخت پوځي واکمن پروېز مشرف له خوا په سیمه کې په پیل شوی پوځي عملیاتو کې ووژل شو.
د پخواني پوځي واکمن خلاف د نواب بګټي د قتل مقدمه اوس هم عدالت کې روانه ده.