د لاسرسي ځای

تازه خبر

سدرۃ المنتها په یو نړیوال امتحان کې اول پوزیشن اخیستی


د پېښور د یوې شخصي تعليمي ادارې زده کونکې سدرۃ المنتها د چارټډاکاونټنسی امتحان کې په ټوله نړۍ کې وړومبۍ پوزيشن تر لاسه کړې دی.

د صوابۍ سره تعلق لرونکې سدرۃ المنتها د پېښور په پروفېشنل اکېډمي اف کامرس کې د چارټډ اکاونټنسی زدکړې تر لاسه کوی۔ د چارټډ اکاونټنسي امتحانونه د برتانیا يونيورسټي اخلي چې پکې نوموړی د اکاونټ مېنجمنټ په پرچه کې د 108 هيوادونو زده کونکي ورستو پرېښې او تر ټولو زياتې نمبرې په اخیستو یې اعلا مقام ته ځان رسولی دی.

سدرہ د خپلې ځانګړې بریا په هکله مشال رېډیو ته وویل:

((زموږ پرچې آن لائن کېږي. ما چې امتحان ورکړو نو په هغه وخت راته نتيجه راکړې شوه۔ ماته پته نه وه چې ما به ټاپ کړې وي۔ خو خوا اوشادوه مياشتې پس راته د برتانیا نه اي مېل راغلو چې ما په ټوله نړۍ کې اول پوزیشن اخیستې دی۔ زه ډيره خوشاله شوم او وړومبۍ مې خپل مور پلار اوبيا خپل خپلوان خبر کړل، ټول زما په بریا ډیر خوشاله شو.))

د سدره مور ياسمين بی بی پخپله دومره تعليم ندې کړې خو د لور په کا ميابۍ ډیره خوشاله ده او وايي په لوڼو او ځامنو کې يې کله هم فرق نه دې کړې او دا چې د ملک او قام د پرمختګ لپاره د جينکو تعليم زيات ضروري دي۔ یاسمین بي بي زیاته کړه

((ځامنو او لوڼو ته يو شان تعليم او تربيت ورکول پکار دي۔ بلکه زه خو وایم جينکو ته زيات تعليم پکار دی ځکه چې دا د راتلونکي نسل مور ده))

هلته د پروفېشنل اکېډمي اف کامرس مشر او د سدره استاد خواجه اويس بلال وايي د سدره کامیابي د ټولې پښتونخوا لپاره د ویاړ خبره ده.

نوموړي د مشال رې‌ډیو سره په خبرو کې وویل:

((په دې امتحان کې اتلس پرچې وي او کم از کم په پنځو کلونو کې مککمل کیږی. په هره پرچه کې د نړيوال معيار مطابق پنځوس نمبرې اخيستل پکار وي. خو سدره په سلو کې سل نمبرې اخيستې دي۔ نوموړی ډيره تکړه ده. او د دې صوبې حالاتو ته په کتو سره دا ډیره لویه خبره ده. تر اوسه د خېبر پښتونخوا یوې جینۍ هم دومره لويي اعزاز نه دې ترلاسه کړی. له دې سدره په نړۍ کې د خپلې صوپط نوم روښانه کړی دی.))

دا رزا سدره وايي چارټډ اکاونټنسي يو ګران مضمون ګڼل کیږي او ډیرې کمې جینکۍ دا مضمون اخلي. خو نوموړي وايي که جینکۍ محنت وکړي نو په دې کې هیڅ مشکل نشته.

((خپل ځان په دې شاته کولپکار نه دي چې ګني زه يوه جينۍ يم او زه وړاندې نشم تللې۔ د زدکړې لپاره د دماغو طاقت پکار وي او زما به فکر په دې کې هلکان او جینکۍ یو شان دي. بلکه ماته ښکاري چې په اکثره امتحانونو کې جینکۍ له هلکانو وړاندې وي. نو زه جینکو ته وایم چېلګي جينکۍ زياتې مخکې تللې شي۔نو زه به تجويز کوم چې جينکو ته دې طرف ته راتلل پکار دي او جينکۍ که وغواړي نو خپل صلاحيتونه په چارټرډ اکاړنټنسي کې په بهتره توګه استعمالولې شي))

سدرۃ المنتهازیاته کړه چې جینکۍ په تعلیمي مېدان کې کله هم له هلکانو شاته نه دي پاتې شوې او که موقعې ولري نو د هېواد په پرمختګ کې لويي کردار لوبولی شي.

XS
SM
MD
LG