سپینې ماڼۍ او د ناټو اېتلاف ملګرو یې ژمنه کړې چې د ملګرو ملتونو په پلټنو کې د ثبت شویو کیمیاوي وسلو بریدونو لپاره به له شام او اسلامي دولت ډلې څخه حساب اخلي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند نېډ پرایس د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو تحقیقاتي رپورټ تفصیلاتو په اړه تر خبرونو وروسته وویل، ((له دې څخه انکار اوس ناممکن دی چې شامي رژیم په بیا بیا د وسلې په توګه صنعتي کلورین، د خپلو وګړو ضد کارولی دی.))
ده وویل، ((امریکا به له خپلو نړیوالو ملګرو سره کار کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ګډون د مناسبو ډېپلوماټیکو مېکانېزمونو له لارې محاسبه وکړي.))
نېډ پرایس وویل، ((د ملګرو ملتونو پر ټولو غړو هېوادونو او د روسیې او ایران په ګډون د کیمیاوي وسلو [مخنیوي] کنوېنشن پر غړو ټینګار کوي چې په دې هڅه کې ورسره شي.))
د ملګرو ملتونو پلټنو ښکاره کړه چې د ولسمشر بشار الاسد ځواکونو په شام کې لږ تر لږه دوه کیمیاوي بریدونه کړي دي او اسلامي دولت ډلې د شړشمو کیمیاوي ګیس د وسلې په توګه کارولی دی.
بشار الاسد د دې پلټنو په اړه لا څه نه دي ویلي خو پخوا یې د کیمیاوي وسلو کارولو تورونه رد کړي.