د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: ولسمشر غني پر امريکايي پوهنتون د بريد غندنه کړې


افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د حملې غنده کړې ده او ویلي یې دي چې دا ډول بریدونه د هېواد ((پرمختیا)) مخې ته د خنډ ولاړلو ((بزدلانه هڅه)) ده.

د ولسمشر له دفتره د زیارت په ورځ په خپور شوي بیان کې اشرف غني ویلي، ((ترهګر او د هغوی ساتونکي او ملاتړي باید پر دې پوه شي چې د افغانستان ولس او حکومت به د ټولو سختیو باوجود پر خپله منتخبه کړې لار روان وي او پر ننګونو به برلاسي کېږي.))

د کابل امنیه قومندانۍ نن وویل، پر پوهنتون په بېګاني برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۴۵ ژوبل دي. د قومندانۍ یوه چارواکي فریدون عبېدي مشال راډیو ته وویل، په وژل شویو کې اووه زده کوونکي، دوه د پوهنتون ساتونکي او درې پولیس واله شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په وژل شویو کې د پوهنتون استاد نقیب احمد خپلواک هم شامل دی. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. هلته امریکايي پوهنتون نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په کابل کې به د پوهنتون څانګې تر نامعین وخته تړلې وي.

XS
SM
MD
LG