د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند: که فاټا اصلاحات ځنډېږي، احتجاج کوو


قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو کمیټۍ خپلې سپارښتنې وزیراعظم ته لېږلي دي او تمه کېده چې د اګست په څوارلسمه نېټه به اعلان شي ــــــ خو دغه نېټه هم تیره شوه او د اصلاحاتو اعلان و نه شو.

پوښتنه دا ده چې ایا وفاقي حکومت او د پاکستان امنیتي ایسټېبلیشمېنټ په ریښتیا په قبایلي سیمو کې اصلاحات عملي کول غواړي؟

د قبایلي سیمې له باجوړه د پارلېمان پخوانی غړی اخونزاده چټان وايي ـــــــ د حکومت د اخلاص اندازه خو له دې لګېږي ـــــ چې د اصلاحاتو لپاره په جوړه شوي کمیټۍ کې د قبایلي ولس استازیتوب نشته.

نوموړی زیاتوي په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره اصلاحاتي کېمټۍ، فاټا سېکریټرېټ او پوځ خپلې خپلې سيارښتنې استولې دي ــــــ او د خوند خبره دا ده چې دې درې -واړو په خپلمینځ کې هېڅ مشوره هم نه ده کړې.

خو د قبایلي سیمو د پارلېماني غړیو مشر الحاج شاه جې ګل بیا وايي ـــــ حکومت په څوارلسم اګست د اصلاحاتو د اعلان تیاري نیولې وه خو د وزیراعظم ناروغي او په کوټه کې تر خونړي برید وروستو دغه اعلان وځنډېدو.

د قبایلي سیمو د وکیلانو اتحادیې پخوانی مشر اعجاز مومند وايي ـــــ دوي هیله لري چې حکومت به زر تر زره د قبایلي سیمو د حیثیت مقررولو لپاره د اړینو اصلاحاتو اعلان وکړي خو که داسې و نه شو نو دوی به یو ځل بیا په احتجاج لاسپورې کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په وجود کې له رتلو راهیسې حکومت په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره وخت په وخت کمېټۍ جوړې کړې دي خو تر اوسه یې هېڅ نتیجه نه ده راوتلې.

XS
SM
MD
LG