د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر کې پاکستاني پوځ ۱۴ وسله والو د وژلو ادعا کوي


د پاکستاني پوځ ادعا کوي چې په خېبر قبایلي سیمه کې يې په تازه پوځي عملیاتو کې ۱۴ وسله وال وژلي او د دوی نهه مرکزونه يې له منځه وړي دي.

د پاکستاني پوځ ادعا کوي چې په خېبر قبایلي سیمه کې يې په تازه پوځي عملیاتو کې ۱۴ وسله وال وژلي او د دوی نهه مرکزونه يې له منځه وړي دي.

د سېشنبې پر ورځ د پوځ د عامه اړیکو ادارې له خوا په خپره شوي یو خبرپاڼه کې ویل شوي چې پوځ د خېبر قبایلي سیمې په تیرا راجګل کې په هوایي بریدونو او ځمکني عملیاتو کې ۱۴وسله وال وژلي او د دوی نهه مرکزونه یې ړنګ کړي دي.

بلخوا د لشکر اسلام وسله والې ډلې ویاند صلاح الدین ایوبي مشال راډیو ته ویلي چې په دې عملیاتو کې دوی ته څه ځاني زیان نه دې رسیدلې او مرکزونه یې هم خوندي پاتې دي.

د پوځ لخوا خپره شوې خبر پاڼه زیاتوي چې راجګل له افغان پولې سره لګیدلې سیمه ده او هلته یې د وسله والو د تګ راتګ د مخ نیوي لپاره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د خېبر انتظامي چارواکي وایي د تیرا په لرې پرته سیمه راجګل او له دې سره اړونده سیمو کې د ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، لشکر اسلام او داعش ډلې وسله وال شتون لري.

خېبر کې پاکستاني پوځ ۱۴ وسله والو د وژلو ادعا کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG