د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کډوالو په باب د پېښور حکومت کې نرمي ښکاري


د افغان کډوالو په باب د پېښور حکومت کې نرمي ښکاري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک وايي، د افغان کډوالو په اړه پالیسي وفاقي حکومت جوړوي او صوبايي حکومت په هغه پالیسۍ عمل کوي خو په پښتونخوا کې ستونزه د غېر راجسټرډ افغان کډوالو ده او پکار ده وفاقي حکومت دغه کډوال هم راجسټر کړي. د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په ځانګړې مرکه وزیر اعلا پروېز خټک وویل، چې صوبايي حکومت د غېر-راجسټرډ افغان کډوالو په اړه له وفاقي حکومته د هغوی د راجسټرولو غوښتنه کړې وه او د غېر راجسټرډ افغان کډوالو د راجسټرولو لپاره د کډوالو ادارې یو اېن ایچ سي آر د مالي پانګو بندوبست هم کړی دی او وفاقي حکومت هغه ته ویلي دي چې د اکتوبر میاشت کی به دغه رجسټرېشن پیل شي. یاده دې وي چې د چارشنبې ورځ په پښتونخوا کې د حکمران ګوند پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان سره د افغان کډوالو مشرانو ملاقات هم کړی دی او تر هغه وروستو د تحریک انصاف مشر عمران خان پر خپله ټویټر پاڼه په یو بیان کې ویلي دي چي له تېرو درو میاشتو راهیسې افغان کډوال ځورول کېږي او پکار ده د افغان کډوالو په زور خپل هېواد ته له لېږلو ډډه وشي. د عمران خان له دغه بیان پس د افغان کډوالو په اړه د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا پروېز خټک په خبرو کې نرمي راغلي ده او دهغه خبرې تاسې په دې مرکه کې اورېدلئ شئ.

XS
SM
MD
LG