د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ولسمشر غني اجرایه ریس عبدالله عبدالله نیوکې کړې


 اجرایه ریس عبدالله عبدالله
اجرایه ریس عبدالله عبدالله

اجرایيه ریس د ټاکلو په ترڅ کې د لوی څارنوال څوکۍ یاده کړه او ویې ویل یو داسې کس څوکۍ ته معرفی شوی و چې کلې مې امتحان ترې واخیست هېڅ مسلکي نه و.

د افغانستان اجرایيه ریس عبدالله عبدالله د ملي وحدت حکومت له جوړېدو راهیسې په لومړي پر ولسمشر اشرف غني سختې نیوکې کړې، د هغه له لوري یې یو شمېر مقررۍ تر سوال لاندې راوستې دی، د هغه یو شمېر پریکړې یې ناسمې وبللې او ویې ویل چې له ولسمشر سره به په تفصیل خبرې وکړي.

تمه ده چې په یکشنبه د افغانستان له ولسمشر سره اجرایيه ریس د هغو اختلافاتو په اړه خبرې وکړي چې تېره ورځ یې اشاره ورته وکړه.

د ځوانانو یوې غونډې ته د پنجشنبې په ورځ اجرایيه رئیس عبدالله عبدالله وویل:

"د افغانستان ښاغلی ولسمشره، ته دومره وخت نه لرې چې له خپل اجرایيه ریس سره په درو میاشتو کې لږ تر لږه دوه ساعته یا یو ساعت یوازې یو په یو وګورې، نو ستاسو ښاغلي وخت په څه تېرېږي، هغه څوک چې د بحث حوصله نه لري، هغه د ریاست لیاقت هم نه لري."

اجرایيه ریس د انتخاباتي اصلاحاتو د رواستو په موضوع کې هم پر اشرف غني انتقاد وکړ او ویې ویل چې له ولس سره مو د ملي وحدت د حکومت په پیل کې ژمنه کړې وه چې دا اصلاحات به راولو.

عبدالله عبدالله د ولسمشر له لوري د یو شمېر کسانو د ټاکلو مسئله تر سوال لاندې راوسته، هغه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې د مشر په توګه د نادر نادري ټاکلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې داسې پرېکړې هغه ژمنې تر پښو لاندې کوي چې له ولس سره مو کړې دي:

"کله چې یو چا څلور ورځې په یوه حکومتي اداره کې کار نه وي کړی او د ټول هېواد د اداري اصلاحاتو مسوول شي، خامخا موږ په دې برخه کې نظر لرو."

د سېشنبې په ورځ له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکړل شو چې نادر نادري د اداري اصلاحاتو بهیر چټکېدو په منظور د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د اداري مشر ټاکل شوی دی.

اجرایيه ریس د ټاکلو په ترڅ کې د لوی څارنوال څوکۍ یاده کړه او ویې ویل یو داسې کس څوکۍ ته معرفی شوی و چې کلې مې امتحان ترې واخیست هېڅ مسلکي نه و.

اجرایيه ریس د ملي وحدت حکومت پر اداري کارونو هم انتقاد وکړ او ویې ویل چې په وزارتونو کې کارونه نه شته او له مشورې پرته وزیران ستایل کېږي:

"وزارتونه فلج دي، وزارتونه خویندي او خورلڼې لري، وروڼه او بیا سکه او ناسکه لري، یوه وزیر ته د وزیر اکبر خان میډال ورکوي، د وزیراکبر خان میډال چې کله یوه وزیر ته ورکول کېږي نو دا داسې د بحث مسئله ده چې باید د حکومت په دننه کې ترسره شي، د افغانستان کابینه باید بحث پرې وکړي چې دا په ریښتیا یوه لاسته راوړنه ده که نه ."

عبدالله عبدالله بیا وویل چې خلک د هېواد له روان وضعیته راضي نه دي او خلک له ما ګیله کوي چې ولې دې دا کار داسې ونه کړ او پر هغې موضوع دې ټینګار ونه کړ.

عبدالله عبدالله د تذکرو مسئله یاده کړه چې نه یې هواروي، اجرایيه ریس بیا د حبیب الله کلکاني مړي ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ګڼ خلک دا غوښتنه لري چې د ښاغلي کلکاني مړی له سره خاورو ته وسپارل شي، خو ولسمشر دا موضوع ځنډوي او تر اوسه دا مسئله نه ده حل شوې.

د افغانستان د ملي وحدت پر حکومت پوځي فشارونه هسې هم زیات شوي دي او په هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي، خو اوس داسې ښکارې چې د حکومت دننه هم سیاسي اختلافات په ډېرېدو دي.

XS
SM
MD
LG