د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي


په پېښور کې افغان کونسلګري وايي، چې تر اوسه نږدې۴۰ زرو پورې رجسټرډ افغان کډوال او ۵۰ زره نا رجسټرډ کډوالخپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د افغان کونسلیت په وينا چې نور کډوال هم ستنېدونکي دي او دوی ته به د ملګرو ملتونو نړيوالې ادارې لخوا امدادي رقم هم ورکړل کېږي.

په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ د معلوماتو تر مخه له جولای مياشتې تر اوسه د پېښور او تورخم له لارې شاوخوا تر يو لکو زیات افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي دي.

په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ ویاند عبدالحميد جليلي مشال راډیو ته وويل چې پر تورخم دروازه شخړې وروسته د افغان کډوالو ستېندو لړۍ تېزه شوې دي چې پکې له وړوکي اختر وروسته تر اوسه اوسط له څلور تر پنځو زرو پورې کډوال هر ورځ افغانستان ته لېږل کېږي.

د عبدلحميد وينا تر مخه له دغه ستانه شویو افغان کډوالو سره مالي مرستې هم کېږي او رجسټرډ او نا رجسټرډ کډوالو ته د رسېدو لپاره يو فلېټ هم ورکړل کېږي.

د ملګري ملتونو د کډوالو نړېوالې ادارې (يو اين ايچ سي آر ) وياندې دنيا اسلم خان مشال راډیو ته وويل چې د دغه ادارې لخوا کډوالو ته ستنېدو لپاره له ۲۰۰ډالرو تر ۴۰۰ډالره امداد ورکول کېږي.

د دنيا اسلم خان په وينا چې د (يو اين ايچ سي آر) لخوا له امدادي رقم سره سره دغه کډوالو ته د مختلفه مسلو په اړه مالومات همورکول کېږي.

عبد الحميد جليلې زياته کړه چې په پېښور او خېبر پښتونخوا کې افغان زده کوونکو ته د تعليم په اړه کومې استونزې رامخې ته دي پر هغو د افغان کمېشنريټ او له صوبايي حکومت سره خبرې اترې روانې دي.

XS
SM
MD
LG