د لاسرسي ځای

تازه خبر

زیارتوال: د کوټې برید راڅخه د ټولنې پېروی یووړ


زیارتوال: د کوټې برید راڅخه د ټولنې پېروی یووړ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د بلوچستان حکومت یو صوبايي وزیر وايي، چې د کوټې په لوی سرکاري روغتون کې د ګل/دوشنبې ورځ له ځانمرګي بم بريده او ورپسې په ډزو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ تنو ته رسېدلی او ۱۰۲ تنه نور ژوبل دي. د تعلیم صوبايي وزیر عبدالرحیم زیارتوال د مشال راډيو له خبریال پامیر ساحل سره په مرکه کې وویل، چې په ژوبلو کې د اتو تنو روغتیايي حالت سم نه دی. نوموړی وايي، چې سخت ژوبل کسان یې په خصوصي الوتکو کې د کراچۍ اغا خان هسپتال ته وړي. زیارتوال وايي، چې د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف او د پوځ لوی درستیز راحیل شریف هم کوټې ته ورسېدلی دی او د امنیت په باب د لوړې کچې یوه غونډه کوي. نوموړي وویل، ولس ته امنیت ورکول د حکومت ذمه واري ده خو دغه حملې [مو د ټولنې پېروی راڅخه یووړ.] د نوموړي په خبره دغه پېښې په مخنیوي کې په لومړي سر کې امنیتي ادارې ناکامه شوې دي خو ولس ته د امنیت ورکولو ذمه واري پر حکومت هم راځي او دې کې دوی هم خپله ناکامي مني.

XS
SM
MD
LG