د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د اسلامي دولت خراسان لپاره نومولی والي حافظ السعید ووژل شو'


د افغانستان په ختيځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان وزیري د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د خراسان لپاره د اسلامي دولت یا داعش نومول شوی والي حافظ السعید د ۳۲ تنو سرګروپانو په ګډون وژل شوی دی.

جنرال وزیري دا ونه ویل چې نوموړی کله وژل شوی خو ویې ویل چې د قهر سیلاب په نوم چې د تيرو لسو ورځو راهيسې د ننګرهار په څلورو ولسواليو کې د داعش وسله والو پر ضد عملیات پيل شوي.

په دغه دوران کې د حافظ السعید په ګډون ۳۲ تنه سرګروپان د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG