د بدخشان چارواکي وایي، د طالبانو یو ولسوال ملا شیر او د دغې ډلې یو جنګي مسوول محمد حسن د طالبانو په خپل منځۍ جګړه کې وژل شوي دي.
د بدخشان د والې ویاند احمد نوید فروتن د دوشنبې پر ورځ راډيو ته وویل چې د بدخشان تګاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال او یو بل طالب سهار د دوی د یوه ملګري په ډزو کې وژل شوي.
نوموړي وویل چې د مصطفی په نوم هغه طالب چې خپل ملګري یې وژلي، امنیتي ځواکونو ته ځان تسلیم کړی دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.