د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملاکنډ سیاسي اتحاد د کسټم قانون نه غځولو پرېکړې هرکلی کړی


اسلام اباد/سوات - د ملاکنډ ټولو سیاسي ګوندونو اتحاد د په سیمه کې د ګمرکاتو یا کسټم قانون نه غځولو حکومتي پرېکړې هرکلی کړی دی.

د جولای پر ۳۱مه په اسلام اباد کې د د پاکستان وفاقي حکومت ملاکنډ ته د کسټم یا ګمرکاتو قانون غځولو پرېکړې بېرته اخیستو اعلان وکړ.

د اتوار پر ماښام د مالي چارو وزارت اسحاق ډار وویل، دا قانون یې د خیبر پښتونخوا حکومت په غوښتنه لګولی وو او اوس یې د ملاکنډ ولس په غوښتنه ختموي.

((د جولای پر ۳۰مه وزیراعظم صاحب، ولسمشر ته لیک استولی وو چې د خیبر پښتونخوا حکومت په غوښتنه، پر ملاکنډ ډېوېژن د ۱۹۶۹ز کال نافذ شوی کسټم قانون دې بېرته واخیستل شي. نو ولسمشر د دې قانون نه غځولو اعلان وکړ.))

د ملاکنډ سیاستوالان د کسټم قانون نه غځولو پرېکړه ستايي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:22 0:00

د خیبر پښتونخوا د خزانې وزیر مظفر سید د چارشنبې یا شورو پر ورځ مشال راډیو ته ویلي ول چې د صوبې حکومت هم د کسټم قانون مخالف دی او له وفاقي حکومته غوښتنه کوي چې ملاکنډ ته د دې قانون د غځولو له پرېکړې په شا شي.

د حکومت تر اعلان وروسته، د دوشنبې یا ګل پر ورځ په سوات کې د سیاسي اتحاد مشرانو خوشالۍ ولمانځلې او یو بل ته یې خواږه ورکړل.

د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د سوات ضلعې د عوامي نیشنل ګوند مشر شېر شاه مشال راډیو ته ویلي ول چې د ګمرکاتو قانون پر ضد، د سیمې ټولو سیاسي ګوندونو د احتجاجونو او کاربندیزونو پیلولو اعلان کړی دی.

د جولای پر ۲۷مه په ملاکنډ کې سیاسي ګوندونو، سوداګرانو او وکیلانو کاربندیز کړی وو او د سوات په ګډون یې په یو شمېر سیمو کې جلسي او لاریونونه کړي ول.

ملاکنډ د صوبې تر واک لاندې قبایلي سیمې حیثیت لري چې پکې کسټم یا ګمرک نه اخیستل کېږي. د سیمې اوسېدونکو او کاروباریانو ویل، که د ګمرک قانون ورباندې لاګو کړل شي نو د دوی اقتصاد او کاروبارونو ته به زیان ورسي.

XS
SM
MD
LG