د لاسرسي ځای

تازه خبر

کسټم قانون: د ملاکنډ سیاسي ګوندونو د کاربندیز اعلان کړی


پراګ - د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې ټولو سیاسي ګوندونو پرېکړه کړې چې د اګست پر پینځمه نېټه به د کسټم یا ګمرکاتو قانون عملي کولو پر ضد کاربندیز کوي.

په سوات کې د عوامي نیشنل ګوند مشر شېر شاه پر یکشنبه مشال راډیو ته وویل، د خالي پر ورځ په سوات کې د ټولو سیاسي ګوندونو استازو غونډه وکړه او پکې یې له وفاقي حکومته غوښتنه وکړه چې سیمې ته د ګمرکاتو یا کسټم قانون غځولو له پرېکړې په شا شي.

شېر شاه وویل، د اګست پر پینځمه نېټه به په ټول ملاکنډ کې کاربندیز وي او تر هغې وروسته به د اګست پر ۱۰ تر اسلام اباده لاریون کوي.

د ده په خبره، په غونډه کې د سیاسي ګوندونو استازو تر څنګ، سوداګرانو او وکیلانو هم ګډون کړی وو.

تر دې مخکې پر چارشنبې یا شورو هم په ملاکنډ کې د کسټم یا ګمرکاتو قانون نافذولو پر ضد احتجاجي کاربندیز شوی وو.

په سیمه کې د سیاسي ګوندونو او سوداګرانو ټولنو مشرانو هغه ورځ د ملاکنډ په دیر، سوات، بونیر، شانګلې او چترال کې احتجاجي لاریونونه کړي ول او ټول بازارونه تړلي ول.

د شورو پر ورځ، په مېنګوره بازار کې د سوات سوداګرانو ټولنې مشر عبدالرحیم احتجاجي جلسې ته په وینا کې تور پورې کړ چې ملاکنډ ته د قانون په غځولو کې صوبايي او وفاقي حکومت دواړه ککړ دي.

خو د خیبر پښتونخوا خزانې وزیر مظفر سید مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت په ملاکنډ کې د کسټم قانون د لاګو کولو مخالف دی.

XS
SM
MD
LG