د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل برید، درېواړه وسله وال ووژل شول


د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل پر نارتګېټ هوټل په وسله واله حمله کې درېواړه بریدګر وژل شوي دي.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې یا ګل پر سهار مشال راډیو ته وویل، وسله والو د بهرنیو یو لوجیسټیکي مرکز د خپلې حملې هدف ګرځولی وو.

دا برید د یکشنبې او دوشنبې پر شپه د شپې یوه نیمه بجه له څرخي پله سره نېږدې شوې. لومړی یو بار یا سامان وړونکی ګاډی راغلی او بمي چاودنه یې کړې.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي په سیمه کې خبریالانو ته وویل، په پېښه کې یو پولیس وژل شوی او درې ټپیان دي.

رحیمي زیاتوي چې په پېښه کې بهرنیو ته هېڅ تاوان نه دی اوښتی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حملې ذمه واري منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG