د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټرتاج محمد: پښتنو قبايلو لپاره دې د ويزې شرط ختم کړل شي


پر تورخم دراوزه به هره ورځ نژدې ۱۵ زره کسانو دواړو غاړو ته تګ راتګ کاوه.
پر تورخم دراوزه به هره ورځ نژدې ۱۵ زره کسانو دواړو غاړو ته تګ راتګ کاوه.

د سيفران لپاره د سېنېټ قايمه کميټۍ وایس چيېرمېن سېنېټر تاج محمد اپرېدي ويلي دي چې په پاکستان او افغانستان کې ميشتو قبايلو په تګ راتګ بنديز لګول د دواړه ملکونو په ګټه نه دی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د سېنېټرتاج محمد اپرېدي وينا وه چې پاکستان حکومت دې د قبايلو لپاره د ويزې شرط ختم کړي ځکه چې د دې له وجې د قبايلي سيمو اوسېدونکو په تجارت اغېز پرېوتی دی نو حکومت دې یې د مشکلات زياتولو پرځای اسانتياوې ورکړي.

د نوموړي وينا وه چې د افغانستان حکومت له پخوا راهیسې قبايلو ته مراعات ورکول او قبايلو به په آسانۍ سره دواړو خواو ته تګ راتګ کولو حتا چې قبايلو به په افغانستان کې ځمکه اخستلای شوه او تجارت به يې هم کولی شو خو کله چې حکومت د سرحدي انتظام (بارډر منېجمنټ) په نوم د ويزې شرط لګولی دی نو ورته په تګ راتګ کې مشکلات رامخې ته دي.

د تاج محمد اپرېدي وينا وه، دواړو حکومتونو ته خواست کوي چې له پخوا راهیسې چې قبايلو ته کوم حیثت حاصل و نو هغه دې پرځای وساتي.

د ذکر ده چې پاکستان حکومت د جون مياشتې له ړومبۍ نېټې پر تورخم دروازه بې له ویزې دغه هېواد ته په ننوتو بندېز لګولی دی.

د پاکستان لخوا د ويزې شرط لګولو پحقله په قبايلي چارو نظر لرونکې شهاب الدين خټک وايي چې د فاټا ولس ته خو د پاکستان تر جوړېدو وړاندې يو خصوصي حیثيت حاصل دی نو حکومت ته پکار ده چې د دوی دغه حثیت برقراره وساتي او د ويزې شرط دې ختم کړي.

یاده دې وي چې تېره مياشت د وزيراعظم خارجه چارو سلا کار سرتاج عزيز ويلي ول چې د تورخم پمشول پر ټولو پولو د غېر قانوني توګه تګ راتګ مخنيوي لپاره به له افغانستان سره سرحدي انتظام مستحکم جوړوي او د قانوني اسنادو بغېر به هېچا ته هم پاکستان ته د ورتلو اجازه ور نه کړي.

XS
SM
MD
LG