ذبیح مومند / پېښور
د پاکستان وزیراعظم نواز شريف په کابل کې تر سره شوې پرونۍ تروریستي پېښې غندلي او د افغان اولس سره یې خواخوږي ښکاره کړېده. نوموړي د ترورېزم د ريښو د ويستلو لپاره پر ګډې همکارۍ او شريکو هڅو ټينګار کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ په کابل کې د هزاره ګانو له خوا د روښنايي غورځنګ په نامه پر يوې مظاهرې غبرګ ځانمرګي بريدونه وشول چې لسګونو کسانو تهيې مرګ ژوبله واړوله.
افغان چارواکو رسنيو ته ويلي چې تر دې دمه په دغو چاودنو کې لږ تر لږۀ ٨٠ کسان وژل شوي او تر ٢٠٠ زيات ټپيان شوي دي.
وزیراعظم نواز شريف په کابل کې پر هزاره ګانو دغه خونړي ځانمرګي بريدونه په کلکو ټکو غندلي، د قربانيانو له کورنيو سرهيې خواخوږي ښودلې او د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې يې له افغان حکومت سره د مرستې په لړ کې چمتووالى ښودلى دى.
د ښاغلي شريف له دفتره په دې اړه په يوه خپور شوي بيان کې راغلي:
"ترهګر يو ګډ دښمن دى چې پر ضد يې بايد ګډه جګړه او شريکې هڅې وشي. ترهګر هېڅ عقيده نهلري او انسانيت ته هېڅ ډول درناوى نهکوي، د دوى دا ناوړه اعمال بايد په اوسپنيزو مټو وځپل شي."
ښاغلي شريف همداراز يو ځل بيا ټينګار کړى چې هېواد يې هر ډول ترهګري په کلکو ټکو غندي او په خبره يې"پاکستان تل چمتو دى چې د ترهګرۍ او بنسټپالنې د پديدې د ريښو وېستلو په لړ کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي."
دا لومړى ځل دى چې په کابل کې د عامو ملکي وګړو پر مظاهرې ځانمرګى بريد شوى چې مسؤليت يې د داعش وسلهوالې ډلې پر غاړه اخيستى دى.
داعش چې په وروستیو دوو کلونو کې يې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې سر راپورته کړى، تر دې دمه يې د دغه ولايت په یو شمېر ولسوالیو کې خلکو ته سر خوږی پیدا کړی، زرګونه خلک یې په خپلو بې رحمیو د کور اور پرېښودو ته اړ ایستي او په لسګونو ولسي خلک یې وژلي دي.
که څه هم افغان امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې په ننګرهار کې د داعش وسلهوالې ډلې پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او هره ورځ د لسګونو داعشيانو د وژنې ادعا کوي، خو د دغې ډلې لهخوا په کابل کې د لسګونو ملکي کسانو د وژنې مسؤليت منل پر دغو پوځي عملياتو سواليه نشان ايښى دى.
بلخوا افغان ولسمشر په کابل کې په مظاهره کې پر دغو چاودنو ژور خپګان څرګند کړى او ژمنهيې کړې چې د هېواد امنيتي ځواکونه بهيې له داعشيانو څخه د دغه بريد غچ واخلي.
د يادونې وړ ده چې په ننګرهار کې د داعش وسلهوالې ډلې وروستيو فعاليتونو خلک اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د دغې ډلې پر ضد دې جدي او پرېکنده ګامونه پورته کړي.