د افغانستان عامي روغتیا وزارت وایې په کابل کې د روښنایې غورځنګ یا جنبش روشنایې پر مظاهرې په حمله کې د وژل شوو شمېر ۶۱ ته رسيدلی او ۲۰۷ نور ژوبل دې.
د افغانستان په کابل کې له امنیتي حوضې سره نږدی د دهمزنګ په چوک کې د هزاره ګانو د مظاهرې پر وخت دوه غبرګو چاودنو کې ۶۱ کسان وژل شوي او ۲۰۷ژوبل دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مرګ ژوبلې شمېر د زیاتېدو احتمال ښودلی. ځايي او نړیوالې رسنۍ د تلفاتو شمېر زیات ښيي.
اسلامي دولت وسله والې ډلې د پېښې ذمه واري قبوله کړې.یادې ډلې په اعماق نومي خبري ایجنسۍ خبر ورکړی چې دوه وسله والو یې د خودکش جیکټو په وسيله دغه چاودنې کړې دي.
دا حمله نن له غرمې وروسته هغه مهال وشوه چې مظاهره کونکو د دهمزنګ په سمیه کې د تحصن خیمې درولي وې او غوښتل یې چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه بریښنا يا بجلۍ مزی باید له مرکزي ولایتونو تیر شي.
افغان ولسمشر اشرف غني ددغې پيښه په خاطر خواخوږي څرګنده کړې او د جمهوري ریاست خبرپانه وایې، ولسمشر ټولو دولتي بنسټونو ته امر کړی تر څو د ټپیانو په درملنه کې له ټولو امکانو ګټه واخلي.
په ورته وخت کې د اسقلال روغتون یوه ډاکتر مشال راډیو سره په اړیکه کې وویل چې د دوی بېړنۍ خونې ته نږدې سل ټپيان د دغې چاودنې له سیمې څخه ورلېږدول شوي دي.
دغه چاودنه په داسې حال کې کېږي چې چارواکو ويلي وو د روښنایي غورځنګ د مظاهرې لپاره په کابل کې له تېرې شپې راهیسې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د روښنایۍ غورځنګ یا جنبش روشنایي په نوم ډلې خپله مظاهره د کابل ښار له لوېدیځ چوک مزاري څخه پیل کړه .
له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایي چې مظاهره کوونکي د متوازنې ودې شعارونه ورکوي او له حکومته غواړي چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزی دې له مرکزي ولایتونو تېر شي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له مظاهره کوونکو غوښتي وو چې پر حکومت باور او له غیر ضروري حرکتونو ډډه وکړي.
جنبش روشنایې شاوخوا دوه میاشتې مخکې هم د همدې موضوع په خاطر په کابل کې مظاهره کړې وه