د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ پنځوست تجارتي ادارې چلوي


د پاکستان سېنټ ته د پوځ تر انتظام لاندې د مختلیفو تجارتي ادارو چلېدو تفصيلات وړاندې کړل شوي دي.

د چارشنبې په ورځ د پاکستان سېنټ غونډې ته د پاکستان د فاع وزیر خواجه آصف د سېنېټر فرحت الله بابر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په ملک کې پنځوست پروژې، یونټونه او هاوسنګ کالونیانې داسې دي چې د فوجي فاونډېشن، شاهین فاونډېشن، بحریه فاونډېشن، آرمي ویلفیېر ټرسټ او ډیفنس هاوسنګ اتارټي یې چلوي.

د دفاع وزیر د مالوماتو له مخې په لویو ښارونو کې د ډیفنس هاوسنګ اتارټي اته سترې کالونیانې دي چې پکې کراچۍ، لاهور، پېښور او ملتان هم دی.


د فاع د وزير خواجه آصف د معلوماتو له مخې آرمي ویلفیېر ټرسټ شپاړلس پروژې، پنځلس تر پوځي فاونډېشن لاندې او یوولس تر شاهین فاونډېشن لاندې چلېږي.

په دې پروژو کې ارمي ویلفیېر شوګر ملز، عسکري پرجېکټ، مال پاکستان لیمیټېډ کراچي، فوجي سیریل، فوجي فرټیلایزر، شاهین ایرپورټ سروس، فضایه ویلفیر ایجوکېشن دي.

XS
SM
MD
LG