د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د قندیل په شان خلک راته بد ښکاري، خو ترهګر نه"


پراګ - په پېښور کې د بشري حقونو کارکوونکي وايي، په پاکستان کې ځېنې کسان د وسله والو پرتله د قندیل بلوڅ په څېر خلک د ټولنې لپاره ګواښ ګڼي.

د شنبې پر ورځ په پېښور کې د بشري حقونو فعالانو پر ټولنیزو رسنیو د خپلو ویډیوګانو لپاره پېژندل شوې قندیل بلوڅ د وژنې پر ضد احتجاج وکړ.

د احتجاج مشرې او فعالې ثنا اعجاز مشال راډیو ته وویل، دوی په هغه هېواد کې اوسي چې پکې خلک هغو ته ګواښ په سترګه ګوري چې د زړه خبره کوي.

((د قندیل په شان خلک چې پر سوشل میډیا د خپل زړه خبرې شریکوي، هغه موږ ته بد ښکاري، هغه موږ ته د قام، ملک، کلتور او مذهب لپاره خطره ښکاري خو هغو خلکو پر خلاف موږ بالکل غږ نه اوچتوو چې ترهګري خپروي.))

قندیل بلوڅ په وروستیو کې داسې ویډیوګانې خپرې کړې چې له کبله یې په پاکستان کې بحثونه پیل شول او د دې شخصیت یې لانجمن کړ.

پاکستاني پولیس وايي دا کس وسیم نومېږي، د بلوڅ ورور او د هغې وژونکی دی.
پاکستاني پولیس وايي دا کس وسیم نومېږي، د بلوڅ ورور او د هغې وژونکی دی.

بلوڅ د پاکستان له کورنیو چارو وزارته غوښتنه کړې وه چې ورته دې امنیت ورکړل شي ځکه چې ګواښونه ورته شوي دي.

په وروستیو کې په کراچۍ کې د پاکستان یو نومیالی قوال امجد صابري هم په ډزو کې ووژل شو.

تر دې وروسته د پاکستان ځېنو سندرغاړو او هنرمندانو له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې هم هغه امنیت ورکړل شي لکه د هېواد لوړپوړو چارواکو ته چې ورکول کېږي.

د جولای ۱۶مې پر شپې په پاکستان کې پولیسو یو کس رسنیو ته وړاندې کړ او دعوه یې وکړه چې دا د قندیل بلوڅ ورور دی چې درې ورځې مخکې یې خپله خور د غیرت په نوم وژلې وه.

XS
SM
MD
LG