د لاسرسي ځای

تازه خبر

قنديل بلوچ ووژل شوه


قنديل بلوچ
قنديل بلوچ

په دې وروستيوو کې په ټولنيزو مطبوعاتو کې د خپلو ويډيوګانو لپاره مشهوره، پاکستانۍ اداکاره قنديل بلوچ وژل شوې ده. پاکستاني مطبوعاتو د پنجاب په ملتان کې د پوليسو له خولې ويلي چې نوموړې نن د خپل ورور په لاس وژل شوي.

ډان ورځپاڼې د اعظم سلطان په نامه د پوليسو يو چارواکي له خولې ليکلي چې د قندېل ورور له هغو ويډيو ګانو خوشاله نه وو چې دې به پر فيس بوک خپرولې. د نوموړي په خبره قنديل له يوې هفتې راهيسې ملتان کې خپلې سيمې ته تللې وه.

د قنديل بلوچ اصلي نوم فوزيه عظيم وو. هغې په دې وروستيوو کې داسې ويډيوګانې خپرې کړي چې پاکستان کې يې د سخت دريځو غصه راوپاروله. نوموړې پر يو شخصي ټيليويژن کې د يوې مرکې پر مهال د ځان لپاره د امنيت غوښتنه کړې وه.

قنديل بلوچ ويل چې د مفتي قوي ويډيو له خپرولو يې مقصد دا وو خلکو ته وښئ چې هغه مفتيان چې د دې په شان ميرمنو خلاف فتواوې ورکوي، اصلا غواړي د ښايسته جينکو سره وخت تېر کړي

د پاکستاني رسنيوو تر مخه هغې د کورنيوو چارو وزارت او ځينو نورو امنيتي ادارو ته په ليږلې خط کې ويلي وو چې په ټيليفون ورته ګواښونه کيږي او ژوند يې په خطر کې دی.

هغې ويلي وو: ((زموږ په ټولنه کې هيڅ ښه نشته. دا وروسته پاتې ټولنه بده ده.))

که څه هم قنديل بلوچ له ۲۰۱۴ کال راهیسې د خپلو ويډيګانو لپاره مشهوره وه خو دې وورستيوو کې د پاکستان د رويت هلال کمېټې يو مشر ملا سره هم ويډيو راغلي. په دې ويډيوګانو کې مفتي قوي او قنديل بلوچ ليدل کيږي. مفتي قوي ويل چې هغه غواړي قندېل ورسره د ښځو په استازيتوب د اختر لپاره سپوږمۍ وګوري.

قنديل بلوچ وروسته يو ټيليويژن ته وويل چې د مفتي قوي ويډيو له خپرولو يې مقصد دا وو چې خلکو ته وښئ چې هغه مفتيان چې د دې په شان ميرمنو خلاف فتواوې ورکوي، اصلا غواړي د ښايسته جينکو سره وخت تېر کړي.

په دې وروستيوو کې د آرين خان په نامه يو نسبتا کم پېژندل شوي سندرغاړي سره د بنديز په نامه د موسيقۍ په يوه ويډيو کې راڅرګنده شوه.

قنديل بلوچ د مفتي قوي سره
قنديل بلوچ د مفتي قوي سره

تر هغې وروسته يو سړی مخې ته راغی. هغه وويل د قنديلو بلوچ پخوانی مېړه او د هغې د زوی پلار دی. قنديل بلوچ دا خبره تاييد کړه او وي ويل چې له دغه کس څخه يې ځکه طلاق واخيست چې وهله ټکوله به یې. نوموړې ويلي وو چې اوس غواړي د خپل زوی لپاره ژوند وکړي.

XS
SM
MD
LG