د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو بې کوره کړل شوو خلکو په پېښور کې لاریون کړی


فایل فوټو
فایل فوټو

دا قبايلي وګړي له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې د پیښور پریس کلب مخې ته په احتجاجي کیمپ کې ناست وو.

پېښور: له قبایلي سیمو بې کوره کړل شوو خلکو نن په پیښور کې د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاجي لاریون کړی دی.

دا قبايلي وګړي له تېرو څه باندې دوو میاشتوراهیسې د پیښور پریس کلب مخې ته په احتجاجي کیمپ کې ناست وو.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې دوي دې زر تر زره خپلو سیمو ته ستانه کړل شي او دوي ته دې د ژوند بنیادي اسانتیاوی ورکړل شي.

نن دوي د خیبر پښتونخوا د ګورنر تر کوره احتجاجي لاریون وکړ او د خپلو غوښتنو په حق کې يي شعارونه ورکړل.

دوي وویل ، تر اوسه کوم حکومتي چارواکي د دوي پوښتنه نه ده کړی.

د مظاهر کوونکو په وینا ، دوی به د خپلو غوښتنو تر پوره کیدو خپل احتجاجي تحریک ته دوام ورکوي.

چارواکو لا د احتجاج کوونکو د غوښتنو په اړه څه نه دي ویلي.

په قبایلي سیمو او په ځانګړې توګه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو تر دوه کاله زیات وخت وشو چې لا هم روان دي.

دا عملیات د ۲۰۱۴م کال د جون پر ۱۵مه پیل شوي وو چې له کبله یې تر لس لکه زیات خلک بې کوره شوي دي. د دې بې کوره کړل شوو خلکو زیاته برخه د خیبر پښتونخوا په بنو او د افغانستان په خوست کې مېشت دي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي وايي چې دوی د دې خلکو د ستنولو لپاره پوره هڅې او انتظامات کوي.

خو د دې کډوالو د مشرانو په وینا ، حکومت یوازې د دوی پر سر له نړیوالو فنډونه اخلي خو د دوی غم ورسره نشته.

XS
SM
MD
LG